د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

سیګار په هرات کې د ښوونځیو له رازه پرده پورته کړه


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا مرستو د څار ځانګړې ادارې ویلي چې هرات کې په ۲۵ ښوونځیو کې د زده‎کوونکو او ښوونکو شمېر له هغه څه چې ویل شوي؛ کم دی.

سیګار ادارې ویلي هرات کې په یوه ښوونځي کې یوازې درې نجونې زده‎کوونکي لیدل شوي.

حال دا چې په دغه ښوونځي کې د څه باندې شپږ زرو نجونو له زده‎کړې خبر ورکړل شوی و.

دا ښوونځی چې لیدنه ترې شوې د هغو ۲۵ ښوونځیو له ډلې دی چې د امریکا د مرستو د نړیوالې پراختیايي ادارې له‎خوا جوړ شوي دي.

سیګار د پنجشنبې په ورځ یوه رپوټ کې ویلي له هغو ښوونځیو نه چې "یو.اېس.اې. ډي" جوړ کړي د لیدنې پر مهال یوازې ۲۳ فیصده زده‎کوونکي او ۳۸ فیصده ښوونکي یې لیدلي دي.

سیګار: د هرات په یوه ښوونځي کې یوازې ۳ نجونې زده‎کوونکي وو
سیګار: د هرات په یوه ښوونځي کې یوازې ۳ نجونې زده‎کوونکي وو

دې ادارې ویلي چارواکو پخوا ویلي و چې په دغو ۲۵ ښوونځیو کې په اوسط ډول په هر یوه ښوونځي کې ۲۶۳۹ زده‎کوونکي شامل دي خو سیګار یوازې ۵۶۱ زده‎کوونکي لیدلي دي.

په یوه بل ښوونځي کې چې د ۱۲۰۰ زده‎کوونکو د حاضري خبره شوې وه یوازې ۱۰تنه حاضر و او ۲۵ نورهم غیر حاضر.

د سیګارپه خبره "یو.اېس.اې. ډي" د تېر سېپټمبر تر۳۱مې افغانستان کې په تعلیمي پروګرامونو ۸۶۸ میلیونه ډالره لګولي دي.

تردې مخکې نه یوازې په هرات بلکې په ټول افغانستان کې د لسګونه خیالي ښوونځیو او زرګونه خیالي زده‎کوونکو رپوټونه خپاره شوي وو.

د پوهنې وزارت هم ژمنه کړې وه چې په ټول افغانستان کې به د ښوونځیو او زده‎کوونکو دقیق شمېر معلوموي.

د پوهنې وزارت هم ژمنه کړې وه چې په ټول افغانستان کې به د ښوونځیو او زده‎کوونکو دقیق شمېر معلوموي.
د پوهنې وزارت هم ژمنه کړې وه چې په ټول افغانستان کې به د ښوونځیو او زده‎کوونکو دقیق شمېر معلوموي.

سیګار په خپل وروستي راپور کې چې د هرات د ښوونځیو په اړه یې لیکلي، همدا راز ویلي چې ښوونکي هم له هغه څه ډېر کم وو چې په اړه یې رپوټ ورکړل شوی و.

دې ادارې لیکلي چې په دغو ښوونځیو کې په اوسط ډول د ۶۱ ښوونکو او کارکوونکو د توظیف خبره شوې وه خو د لیدلو پر وخت یوازې ۱۸ کسان و.

سیګار د ښوونځیو په رغونه او بیارغونه کې هم ځینو تېروتنو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې نیماي دا ښوونځي له ښې برېښنا برخمن نه دي او ځیني یې صحي اوبو ته لاسرسی نه‎لري.

د ښوونځیو د ماتو دروازو، ماتو ښېښو او یا ماتو کړکیو خبره هم د سیګار په رپوټ کې یاده شوې ده.

وموغوښتل د سیګار ادارې د دغه رپوټ په اړه د پوهنې د چارواکو نظر واخلو خو د هرات د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې په دې اړه به څېړنې وکړي او بیا به خپل رسمي دریځ بیان کړي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG