د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۶

ویسا: ډېر ژر به په پوهنې وزارت کې د فساد د ارزیابي په اړه راپور ولسمشر ته وسپارل شي


د افغانستان د پوهنې په وزارت کې د فساد د څیړلو لپاره د حقیقت موندنې پلاوی وايي؛ په راتلونکې اوونۍ کې به په دې اړه خپل راپور جمهور رییس ته وړاندې کړي.

دا چې د افغانستان د پوهنې په وزارت کې د فساد لومړی درجه مسوول کوم چارواکی دی؛ په نږدې راتلونکي کې به څرګند شي.

د پوهنې په وزارت کې د فساد د ارزیابۍ لپاره د حقیقت موندنې پلاوی وايي؛ په دې اړه د دوی ارزیابي بشپړېدو ته نږدې ده.

د دې پلاوي مرستیال عطاءالله ویسا د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ د فاروق وردک د وزارت په موده کې یې په دې وزارت کې د فساد ځینې موارد موندلي دي:

ویسا وايي: "موږ زیاته هڅه کوو چې خپل راپور په راتلونکې اوونۍ کې جمهور ريیس ته وړاندې کړو او پر موضوع ورسره خبرې وکړو."

ښاغلي ویسا وویل، داسې موارد یې ترلاسه کړي چې په تېرو څلوارلسو کلونو کې د هېواد په ځینو ولسوالیو کې له دولسمو ټولګیو څخه څوک نه دي فارغ شوي او سربیره پردې ځینې پروژې یې څیړلي چې چارې یې په شفافه توګه عملي شوي نه دي.

بل خوا څه موده وړاندې د پوهنې نوي وزیر اسدالله حنیف بلخي ویلي چې په ځینو ځایونو کې؛ د سلګونو ښوونځیو د ښوونکود تنخوا ګانو د ورکړې له بهیر څخه ناوړه ګټه پورته شوې ده.

بلخي دا هم ویلي چې د پوهنې وزارت پخوا نیو چارواکو په ځینو نا امنو سیمو کې یو شمېر ښوونځي فعال ښودلي حال دا چې په دې سیمو کې اکثره ښوونځي تړلي وو او په نامه یې میلیونونه دالره خوړل شوي دي.

د پوهنې وزارت نویو چارواکو دا ښوونځي د خیالي ښوونځیو په نامه یاد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې سیګاریا د امریکا د متحدو ایالاتو خاص سرمفتش د پوهنې په وزارت کې د لسګونو میلیونونو ډالرو پراختلاس اندېښنه ښودلې ده.

جمهور رييس په پوهنې وزارت کې د فساد د بررسۍ لپاره یو کمیسیون وګماره چې د روان کال د اسد په میاشت کې یې څیړنې پیل کړې.

د افغانستان د فساد پر ضد د مبارزې عالي اداره هیله ښيي چې د پوهنې په وزارت کې روانه څېړنه به عملي نتیجه ورکړي.

د دې ادارې رييس سید غلام حسین فخري وايي: "هیله ده چې دا څېړنه ژر ترژره بشپړه شي؛ ځکه چې خلک ترډېره حده د دې مسالې حقیقت ته په تمه دي؛ خلک غواړي چې وپوهیږي عدالت په دې برخه کې کومه پرېکړه کوي."

په دې هکله څه موده وړاندې د پوهنې وزارت پخواني وزیر فاروق وردک ازادي راډیوته ویلي چې حاضر دی په دې وزارت کې د فساد د موجودیت په اړه هرې ادعا ته ځواب ووايي.

دا چې د پوهنې وزارت لپاره د حقیقت موندنې د پلاوي په هلکه به جمهور رييس څه اقدام وکړي دا به وروسته معلومه شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG