د لاسرسي لېنکونه

روسي چارواکو ارکتیک کې له فرانز جوسیف ټاپوګانو کتنه وکړه


د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین، صدراعظم ډیمیټري مېډوېدېف او نورو لوړ رتبه مقاماتو پرون په منجمد سمندر یا ارکتیک سیمه کې له فرانز جوسیف ټاپوګانو کتنه وکړه.

روسي مشران غواړي د دې کتنې له لارې دې سیمه کې د مسکو د نفوذ د پراخوالي هڅه وکړي.

ولسمشر پوتین او صدراعظم مېډوېډېف چې د دفاع وزیر سرګې شویګو هم ورسره په داسې حال کې چې هوا ډېره سړه وه او تېز باد لږېده په سیمه د پاکارۍ چارې له نېزدې ولیدې.

روسيې په دې وروستیو کې په منجمد سمندر د الوتکو د کوزېدو کرښه یا رن وې جوړه کړې ده او پلان لري چې په دې سیمه کې دایمي پوځي اډه هم تأسیس کړي.

XS
SM
MD
LG