د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ تله ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۴۸

ولسي جرګې استیضاح شویو امنیتي چارواکو ته د باور رأيه ورکړه


د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو او د ملي امنیت رئیس له ولسي جرګې د باور رأيې ترلاسه کړې.

عبدالله خان حبیبي یو سل او شپږ د تائید رأیې، تاج محمد جاهد یو سل او شل د تائید رأیې او معصوم ستانکزي یو سل او نهه ویشت د تائید رأیې خپلې کړې.

د ولسي جرګې رئیس عبدالرووف ابراهيمي د استضاحیه غونډې په پای کې وویل چې دغه درې امنیتي چارواکي په خپلو دندو پاتې شول.

ولسي جرګې دغه لوړ رتبه امنيتي چارواکي افغانستان کې د وروستيو ناامنيو او د کابل پر سردار محمد داودخان روغتون د وروستۍ حملې په تړاو استيضاح کړي وو.

XS
SM
MD
LG