د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۳۴

د بلغاریا پارلماني انتخابات د پخواني صدراعظم ګوند ګټلي


د بلغاريا د ملي-پارلماني ټاکنو رسمي نتايج ښيي چې د پخواني صدراعظم بویکو بورېسوف لوېديځ پلوي ګوند دغه انتخابات ګټلي دي.

روس‌پلوه سوسيالیستانو په دغو انتخاباتو کې ماتې خوړلې ده.

تر نن سهاره پورې د ٩٠ فيصده شمېرل شويو رأيو له مخې د بورېسوف ګوند د دغو انتخاباتو ٣٢ اعشاريه اته پنځوس فيصده رأيې ګټلي، خو سوسيال ګوند يوازې ٢٦ اعشاريه اته فيصده رأيې خپلې کړې دي.

ښاغلي بورېسوف د دغو رسمي نتايجو تر اعلان وروسته وويل:

"زموږ چلند اخلاقي و، تېر ميلادي کال مو استعفا ورکړه او تر وخت مخکې انتخابات مو راوبلل، اوس مو ملاتړ ترلاسه کړ، دغه نتايج په مجموع کې تائيدوي چې زموږ ګوند بايد په راتلونکي حکومت کې رهبري کوونکى وي."

تمه کېږي د دغو ټاکنو وروستي نتايج د پنجشنبې په ورځ اعلان شي.

بورېسوف به اوس دا مسؤليت لري چې خپله کابينه تشکيل کړي، خو قدرت ته د رسېدو لپاره ښايي له يو لړ کوچنيو ګوندونو سره ائتلاف ته اړتيا ولري.

XS
SM
MD
LG