د لاسرسي لېنکونه

د روسيې لیرې-ختيځ او سايبريا کې د فساد ضد مظاهرې پيل شوي


د روسيې په لیرې-ختيځ او سايبريا کې د مخالف سياستوال الکسي ناوالني په رهبرۍ اداري فساد-ضد مظاهرې پيل شوې.

په ولادي فوسټوک کې پوليسو لږ تر لږه ٣٠ کسان نيولي دي.

د روسيې محلي رسنيو راپور ورکړى چې شااوخوا زرو کسانو په يوه لاريون کې چې د ښار چارواکو ورباندې بنديز لګولى و، برخه واخيسته.

لږترلږه پنځه کسان په يُژنو ساخالينسک کې د لاريون پر مهال او نهه نور کسان تر لاريون وروسته نيول شوي دي.

شپږ نور کسان په کامسا-مولسک-پر-امور ښار کې د بل لاريون په وخت کې نيول شوي دي.

دغه لاريونونه په داسې حال کې کېږي چې د ناوالنې اداري فساد-ضد ډلې څه کم مياشت مخکې يو راپور خپور کړ چې د روسيې صدراعظم ډیميتري مېدوېدېف‌يې تورن کړى چې له خيريه بنسټونو او غير دولتي مؤسسو په استفاده له شتمنو کسانو او دولتي بانکونو مالي مرستې ټولوي او په دغو پيسو قيمتي شيان رانيسي.

ناوالني ويلي چې شااوخوا ١٥زره کسان به د مسکو لارو کوڅو ته د هغه څه په اړه د اعتراض لپاره وباسي چې ده ولسمشر ولاديمير پوتين ته نېږدې د چارواکو په منځ کې پراخ اداري فساد بللى دى.

ده په ٢٠١١ او ٢٠١٢ میلادي کلونو کې هم په روسيه کې د حکومت ضد مظاهرو په رهبرۍ کې مرسته کړې وه.

XS
SM
MD
LG