د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۱۷

د اروپايي اتحادیې د ۲۷ غړو هېوادونو مشرانو روم کې سره وکتل


د اروپايي اتحادیې د ۲۷ غړو هېوادونو مشرانو پرون شنبه د ایټالیا په پلازمېنه روم کې سره وکتل او د خپل‎منځي اتحاد ژمنه‌یې نوې کړه.

په‎داسې حال کې چې بریتانیا له اتحادیې د وتلو بهیر پيلولو ته تیاری نیسي، یو لړ پېچلو مسئلو د اتحادیې د غړو هېوادونو یووالي ته ګواښ پېښ کړی دی.

د روم د تړون د ۶۰مې کلیزې په مناسبت غونډه کې پرون د اروپايي اتحاديې د راتلونکي په اړه د روم دوهم تړون لاسلیک شو.

په دې تړون کې ویل شوي چې د اروپايي ټولنې ټول غړي هېوادونه به پر یوه لور خوځېږي او د اړتیا په صورت کې په ګډه عمل کوي.

خو په تړون کې منل شوې چې پر ټولو مسئلو د غړو هېوادونو د بشپړ اتفاق نظر ښايي په بریاليتوب د عملي کېدو وړ نه‌وي.

XS
SM
MD
LG