د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۲

صالح: د امنیت تامین اساسي کار ته اړتیا لري نه د وزیرانو تغیر او تبدیل


د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون یو شمیر غړي وايي، یوازې د امنیتي سکټور د چارواکو په استیضاح په افغانستان کې امنیت نشي راتلی بلکې په دې برخه کې باید اساسي کارونه ترسره شي.

په داسې حال کې چې د افغانستان ولسي جرګې پرېکړه کړې څو د را روانې دوشنبې په ورځ د امنیتي سکټور چارواکي استیضاح کړي د دغې جرګې د کورني امنیت د کمېسیون یو شمېر غړي وايي، یوازې د امنیتي سکټور د چارواکو په استیضاح څه نه کېږي بلکې د امنیت د ټینګښت لپاره باید اساسي ګامونه پورته شي.

د دغه کمېسیون غړي صالح محمد صالح د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې تر هغه چې په امنیتي سکټور کې اساسي اصلاحات رانه شي په افغانستان کې د امنیت ټینګښت ناممکنه دی.

ښاغلی صالح وايي، د وزیرانو د استیضاح پر مهال باید دا روښانه شي چې د ناامنیو اصلي لامل څه او چېرې دی او د حل لپاره یې باید څه وشي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا ډېره مهمه ده چې څنګه په امنیتي سکټور کې بنیادي اصلاحات او تغیرات راوستل شي هغه څه چې د هېواد په ګټه وي خو له بده مرغه د وزیرانو په تغیر او تبدیل امنیت نشي راتلی، په دې برخه کې باید بنیادي کار وشي او خلک او دولت باید د ډاډمن امنیت لپاره کار وکړي."

تمه ده ولسي جرګه د راروانې دوشنبې په ورځ د دفاع او کورنیو چارو وزیران او د ملي امنیت رئیس استیضاح کړي.

د دغه جرګې د غړیو په وینا یاد چارواکي په افغانستان کې د وروستیو ناامنیو او پر سردار محمد داود خان د برید له کبله د ولسي جرګې لخوا استیضاح کېږي.

شااوخوا شل ورځې وړاندې پر سردار محمد داود خان د وسله وال برید په ترڅ کې شااوخوا۵۰ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول او د افغانستان په ګنو نورو سیمو کې هم وسله والې حملې ډېرې شوي دي.

له دې مخکې هم د کابینې یو شمېر وزیران د ولسي جرګې له لوري استیضاح شوي وو ان یو شمېر سلب صلاحیت شوي هم وو.

په وروستي مورد کې د کابینې ۱۶ وزیران له اویا سلنې څخه د پراختیایي بودجې د کم مصرف له امله استیضاح شوي وو چې له دې ډلې د بهرنیو چاور، فواید عامې، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، پوهنې، کار او ټولنیزو چارو، ترانسپورټ او لوړو زده کړو وزیران سلب صلاحیت شول.

له هغه وروسته جمهوري ریاست دغه موضوع سترې محکمې ته راجع کړه او له سلب صلاحیت شویو وزیرانو څخه یې وغوښتل چې د محکمې تر پرېکړې پورې خپل کار ته دوام ورکړي او دا وزیران تر اوسه هم خپلو کارونو ته دوام ورکوي.

هاخوا د امنیتي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې په امنیتي سیسټم کې باید اصلاحات راوستل شي او په دې برخه کې اساسي ګامونه پورته شي.

میرزا محمد یارمند.
میرزا محمد یارمند.

د امنیتي چارو کارپوه میرزا محمد یارمند په دې اړه وايي:

"په داسې شرایطو کې دا حالات بیا تکرارېږي، په دې معنی چې دا حملې به بیا ترسره شي، موږ باید امنیتي سیسټم فعاله کړو، موږ شاهدان نه یو چې د وزیرانو په استیضاح او د هغوی په سلب صلاحیت کولو امنیت ښه شوی وي، له پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو سره د خلکو همکاري باید ډېره شي څو د ډاډمن امنیت پر لوري حرکت وکړو."

ښاغلی یارمند ټینګار کوي چې د وسله والو مخالفینو د بریدونو د مخنیوي لپاره باید د امنیتي او کشفي بنسټونو ترمنځ همغږي ډېره شي.

د هغه په خبره د ملي شورا له لوري د حکومتي چارواکو په ځانګړي ډول د امنیتي برخې د چارواکو د کارونو څار یوه اړتیا ده خو زیاتوي چې تجربو ښودلې چې د چارواکو له استیضاح سره د افغانستان په امنیتي وضعیت کې کوم بدلون نه دی راغلی.

راپور: عبادالله حنان زی

XS
SM
MD
LG