د سردار محمد داود خان روغتون ځینې کارکوونکي او عیني شاهدان ادعا کوي چې له بریدکوونکو سره د برید پرمهال له روغتون څخه دننه مرسته شوې ده.
دوی وايي وسله والو ته د روغتون ټولې برخې معلومې وې او ځکه وتوانیدل چې درانه تلفات واړوي.
احمدتکل د سردار محمد داودخان روغتون د فارمسي د څانګې له مشر ډاکټر محمدضیا قادري سره په دې اړه مرکه کړې.
ښاغلي قادري د مرکې په پیل کې وویل چې بریدکوونکو ته د روغتون ټولې برخې معلومې وې: