د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

رادمنش: پسرلي کې د مخالفینو په وړاندې تهاجمي عملیات پراخوو


د افغانستان دفاع وزارت وايي، سږکال په ټول هېواد کې د دولت-ضد وسله والو په وړاندې تهاجمي عمليات پراخوي.

دفاع وزارت وايي، د پخوا په نسبت اوس د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو ظرفيتونه لوړ شوي او دغه قواوې د دولت د مخالفو وسله والو ځپلو ته پوره چمتووالى لري.

د دې وزارت چارواکي وايي، په پام کې لري سږکال د تهاجمي عملياتو په پيلولو سره، د دولت مخالفو وسله والو ته درنه مرګ-ژوبله واړوي.

د دفاع وزارت مرستيال وياند بريد جنرال محمد رادمنش په دې باب ازادي راډيو ته وويل:

محمد رادمنش.
محمد رادمنش.

"پلان مو دا دى بايد هغه ولسوالۍ چې د دښمنانو تر تهديد لاندې دي، خلاصې کړو، د اکمالاتو، د خپلو امکاناتو او ظرفيت پر اساس چې په هر ځاى کې دښمن سر پورته کړي، د دوى په وړاندې خپل ظرفيتونه او امکانات وکاروو چې افغانستان ته سوله راشي او خلکو ته د ښه ژوند امکانات برابر شي، خداى دې وکړي ١٣٩٦ کال د ١٣٩۵ په نسبت ښه او د خلکو ژوند خوندي وي."

د تېر ژمي پر مهال د افغانستان په څو ولايتونو کې جګړې او د دولت د وسله والو مخالفینو حملې روانې وې.

دې مسئلې اندېښنې ولاړې کړې وې چې امنيتي ګواښونه ښايي د سږکال په پسرلي او دوبي کې لا شديد شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تاداميچي ياماموتو دوې اوونۍ مخکې په نيويارک کې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته ويلي وو، د هغو راپورونو په اړه چې په افغانستان کې ښايي د پسرلي پر مهال جګړې شديدې شي، ژوره اندېښنه لري.

په همدې حال کې د کورنيو چارو وزارت پخوانى لوى امنيتي معين جنرال ايوب سالنګي وايي، حکومت بايد سږکال د امنيتي ګواښونو په وړاندې په جديت هڅه وکړي:

محمد ایوب سالنګي.
محمد ایوب سالنګي.

"هغه تجربه چې لرم، سخت کال په مخکې لرو؛ نو د ملي يووالي حکومت او د امنيتي سکټور رهبري بايد جدي پام وکړي، د کورنيو چارو او دفاع وزيران دغه راز د ملي امنيت عمومي رئيس دې تر پخوا فعال وي، دا د افغانانو مسؤليت هم دى چې په جدي ډول د خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي؛ د نړيوالې ټولنې مسؤليت هم دا دى چې په دې برخه کې په جدي ډول رسيدګي وشي."

دفاع وزارت په داسې حال کې په روان لمريز کال د دولت د مخالفو وسله والو د ځپلو لپاره د تازه اقداماتو خبره کوي چې وسله والو طالبانو د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هلمند سنګين ولسوالي يې نيولې ده؛ خو د افغانستان دفاع وزارت د وسله والو طالبانو دغه ادعا رد کړه.

په کابل کې پر سردار محمد داودخان پوځي روغتون وروستۍ حملې پر دغه وزارت سخت انتقادونه پارولي دي.

چارواکي وايي په دې حمله کې چې شا و خوا شل ورځې مخکې شوې وه، تقريباً ۵٠ کسان وژل شوي او په لسګونو ټپيان شوي دي.

د اسلامي دولت ډلې يا داعش ادعا کړې چې پر روغتون هغه خونړۍ حمله دوى کړې ده.

د افغانستان د ولسي جرګې اداري هيئت ويلي چې دغه جرګه په پام کې لري، د دوشنبې په ورځ د کورنيو چارو او دفاع وزيران دغه راز د ملي امنيت عمومي رئيس د دې حملې او په هېواد کې د ناامنيو په تړاو استيضاح کړي.

XS
SM
MD
LG