د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۸

یاماموتو: د افغانستان امنیتي وضعیت ښه کېدو لپاره باید پراخې هڅې وشي


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى وايي، په افغانستان کې د امنيتي ستونزو د حل او اقتصادي ودې لپاره، دغه هېواد غښتلي سياسي او نړيوال-مالي ملاتړ ته اړتيا لري.

تاداميچي ياماموتو دا خبره پرون جمعه په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې وکړه.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د جمعې ورځې غونډه د افغانستان پر وضعيت بحث ته ځانګړې شوې وه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د غونډې په پيل کې د افغانستان امنيتي وضعيت ته په اشاره وويل، په دغه هېواد کې د ژمې پر مهال هم وسله والې نښتې روانې وې.

تاداميچي ياماموتو زياته کړه، د هغو راپورونو په اړه سخت اندېښمن دى چې له مخې يې په افغانستان کې ښايي د پسرلي په موسم کې هم جګړه په شدت دوام ومومي.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان د خرابېدونکي امنيتي وضعيت په اړه لا هم ستره اندېښنه شته، د ژمې له سړو مياشتو سره- سره د ٢٠١٧میلادي کال په لومړيو کې وسله والو جګړو بې له دې چې کمې شي، ادامه ومونده، زه د هغو راپورونو په اړه سخته اندېښنه لرم چې په کې ويل شوي په راتلونکي پسرلي کې به هم جګړې په شدت ادامه ولري، د امنيتي وضعيت د ښه کېدو لپاره دې ټولې هڅې وشي، بايد په دغه هېواد کې د داعش په ګډون د بهرنيو جنګياليو د حضور په اړه هم خبردار واوسو."

ده زياته کړه، د افغانستان د امنيتي ګواښونو له منځه وړلو او اقتصادي ودې لپاره کابل غښتلي سياسي او نړيوال- مالي ملاتړ ته اړتيا لري.

نوموړي په خپلو خبرو کې د تېر ميلادي کال ملکي تلفاتو ته اشاره وکړه او د ملکيانو پر خونديتوب يې ټينګار وکړ.

تاداميچي ياماموتو زياته کړه، د افغانستان د امنيتي وضعيت خرابوالى د دې سبب شوى چې په ٢٠١٦میلادي کال د داخلي بېځايه شويو کسانو شمېر ډېر زيات شي.

د ده په وينا تېر ميلادي کال څه باندې ٦۵٠زره افغانان بېځايه شوي دي.

د بېځایه شویو او راستنېدونکو کډوالو په اړه د «UNHCR» اندېښنه

په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازي، د امنيت شورا په پرونۍ غونډه کې له پاکستانه شکايت وکړ.

محمود صيقل وويل، د پاکستان پوځيانو په تېرو دوو مياشتو کې په لسګونو وارې د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتيا تېرى کړى او ډيورنډ کرښې ته څېرمه يې د افغانستان پر ختيځو سيمو څه باندې يو زر او ٣٠٠ وارې د درنو وسلو ډزې کړې دي.

پاکستان د کونړ پر سرکاڼو بیا ۱۰۴ توغندي توغولي

پاکستاني هلیکوپټرو د کونړ پر سرکاڼو ولسوالۍ بمبار کړی

محمود صیقل.
محمود صیقل.

ښاغلي صيقل زیاته کړه:

"له جنورۍ مياشتې تر ننه مو د پاکستان د پوځي ځواکونو له خوا د افغانستان پر قلمرو د سرغړونه ۵٩ موارد چې درې واري زموږ له فضايي حريم څخه سرغړونې هم په کې شاملې دي- ثبت کړې دي، له پولې ها خوا مو د توپونو ١٣٧۵ ډزې هم ثبت کړي چې په نتيجه کې يې په لسګونو کسانو ته مرګ-ژوبله اوښتې ده، د ساړه ژمي په نيمايي کې يې له کبله په ختيځو ولايتونو کې ۴۵٠ کورنۍ بېځايه شوي او ځنګلونو مو اور اخيستى دى."

ښاغلي صيقل په خپلو خبرو کې پاکستان له افغانستان سره د صادقانه همکارۍ په نه کولو تورن کړ.

ده وويل چې اسلام اباد د ترورېزم او سخت دريځو وسله والو په وړاندې هم جدي مبارزه نه کوي.

خو په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دايمي استازي مرستيال نبيل منير، پر پاکستان لګېدلي تورونه رد کړل:

"هغه بې بنسټه تورونه چې نن سهار د افغانستان د استازي له خوا ولګول شول، ردوو، غوره به دا وي د دې پرځاى چې د افغانستان حکومت خپل داخلي مشکلات پر نورو ورتپي، خپلو پراخو لانجو ته دې خپله حل لار پيد کړي. "

خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو غوښتنه وکړه چې د سولې په پروسه کې د افغان حکومت د هڅو ملاتړ وکړي.

ده وويل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ پر زياتېدو اندېښمن دى او غواړي چې دغه لانجه د خبرو له لارې حل شي.

XS
SM
MD
LG