د لاسرسي لېنکونه

دیر لین: امریکا دې ناټو پوځي تړون کې د برلین ونډه تقدیر کړي


د جرمني دفاع وزیرې غوښتنه کړې چې د امریکا متحده ایالات دې د ناټو په پوځي تړون کې د برلین ونډه تصدیق او تقدیر کړي.

اورسولا ون دیر لین د یوې ایټالیوۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي «امریکا باید دا چې بېلابېل هېوادونه د ناټو سره په ورځنۍ ډول همکاري کوي ومني.»

د جرمني خبري اژانس د ایټالیوي ورځپاڼې ریپبلیکا په حواله د شنبې په ورځ د جرمنې د دفاع د وزیرې له قوله وویل چې جرمني د ختیځې اروپا د متحدو شریکانو له لارې له ناټو سره بیلابیلو برخو کې همکاري کوي.

اورسولا ون دیر لین همدارنګه په کوسوو او افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې د جرمني د همکارۍ یادونه کړې او زیاته کړې یې ده چې دوی د اسلامي دولت یا داعش د وسله والې ډلې پر ضد مبارزه کې هم برخه لري.

د جرمني د دفاع وزیره دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تېره اوونۍ د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ پر خپل ټویټر ولیکل«جرمني په زیاته اندازه پیسې د ناټو پوروړی دی.»

ښاغلي ټرمپ غوښتنه کړې وه چې د امریکا متحده ایالاتو باید «د دې پیاوړې او ګران بیه دفاع لپاره چې جرمني ته یې برابروي نورې پیسې ورکړل شي.»

خو د جرمني د دفاع وزیرې اورسولا ون دیر لین په دې مرکه کې له دې نظر سره مخالفت کړی او زیاته کړې یې ده، امنیت یوازې په پوځي ځواک پورې تړلی نه دی بلکې له اقتصاد، بشري مرستو او ډپیلوماسۍ سره هم تړاو لري.

نوموړې زیاته کړې «ځینو هېوادونو په دې برخو کې کمې بریاوې لرلي او ځینو نورو ډېرې.»

د جرمنې د دفاع وزیرې په دې مرکه کې زیاته کړې چې په دې اړه یې له امریکايي چارواکو سره خبرې کړي دي.

د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل ژمنه کړې چې تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې به د خپلو کورنیو ناخالصو عوایدو څخه دفاعي لګښت په سلو کې له څه کم یو نیم څخه په سلو کې دوو ته ورسوي.

برلین تېر کال خپل دفاعي لګښتونه په سلو کې اته زیات کړي وو.

XS
SM
MD
LG