د جرمني صدراعظمه وايي، هېواد به يې په افغانستان کې خپل پوځي ماموريت ته ادامه ورکړي.
دا خبره انګېلا مېرکل پرون په سپينه ماڼۍ کې د امريکا متحدو ايالتونو له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره په ګډ کنفرانس کې وکړه.
نوموړې زیاته کړه:
"جرمني به په افغانستان کې خپل ماموريت ته ځکه ادامه ورکړي چې موږ لا هم مطلوبې مرحلې ته نه يو رسېدلي، زه ډېره خوشحاله يم چې د امريکا متحد ايالتونه هم ورته ګام اخلي، موږ به په دې برخه کې اوږه په اوږه هڅه کوو."
انګېلا-مېرکل او د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون په سپينه ماڼۍ کې د افغانستان د وضعيت تر څنګ پر نورو مسايلو هم خبرې وکړې.
دا مهال په افغانستان کې څه باندې ١٣زره نړيوال سرتېري دېره دي چې ډېرى يې امريکايان او ٩٨٠ تنه يې جرمنيان دي.
که څه هم د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر د انتخاباتي کمپاينونو پر مهال او له هغې راوروسته چې يې رسماً د ولسمشر په توګه دنده پيل کړې، د افغانستان په باب څرګندونې نه دي کړي، خو دوه وارې يې له ولسمشر محمد اشرف غني سره ټليفوني خبرې کړې دي.
ګډ کنفرانس ته د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناټو د ملاتړ له کبله د مېرمن مېرکل مننه وکړه او په افغانستان کې يې د جرمني پوځي ماموريت وستايه:
"زه د ناټو د ملاتړ او په افغانستان کې د صدراعظمې مېرکل د هڅو له کبله د هغې د رهبرۍ مننه کوم، دا له لګښتونو ډک ماموريت و چې تر پنځوسو د ډېرو جرمني سرتېرو ژوند يې هم اخيستى چې موږ يې د قربانۍ درناوى کوو."
د اى کژولټيز «icasualties» ويبسايټ د راپور له مخې له ٢٠٠٢ څخه تر ٢٠١٣میلادي کاله پورې په افغانستان کې د جرمني ۵۴ سرتېري وژل شوي دي.
د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ يو وار بيا د اسلامي دولت ډلې يا داعش پر ماتې ټينګار وکړ او له جرمني څخه يې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
نوموړي زیاته کړه:
"تر ټولو مهمه دا ده چې زموږ دواړه هېوادونه بايد په ګډه هڅه وکړي چې زموږ خلک له افراطي اسلامي ترورېزم څخه خوندي کړي او د اسلامي دولت ډلې يا داعش ته ماتې ورکړي."
که څه هم سوريه او عراق د داعش ډلې د فعاليت عمده هېوادونه ګڼل کېږي، خو دغې سخت دريځې ډلې په دې وروستيو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې له دې جملې ننګرهار کې هم تحرکات پيل کړي دي.
داعش ډلې په افغانستان کې د ځينو بريدونو، له دې جملې د کابل پر سردار محمد داوود روغتون د حملې مسؤليت منلى دى.