د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۰

ټاکل شوې ټرمپ او مېرکل راتلونکې اوونۍ سره وګوري


ټاکل شوې ده چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر او د جرمني صدراعظمه راتلونکې اوونۍ د لومړي ځل لپاره سره وګوري.

ډونالد ټرمپ او انګلا مېرکل به په واشنګټن کې په دغې کتنه کې د نورو مسایلو تر څنګ د ناټو د راتلونکې او د اوکراین د روان کړکېچ په اړه خبرې وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د جرمني د صدراعظمې انګلا مېرکل تر منځ خبرې به چې د راتلونکې سې شنبې په ورځ په واشنګتن کې ترسره کېږي، تر ډېره د ناټو پر راتلونکې او په اوکراین کې په روانو شخړو متمرکزې وي.

د امریکا له پخواني ولسمشر بارک اوباما سره د مېرمن مېرکل اړیکې ډېرې ښې وې.

اوباما مېرکل تر ټولو نېږدې نړیواله متحده بللې وه، خو د هغه ځای ناستي ټرمپ چې یو وخت‌یې د مهاجرت د پالېسۍ په خاطر مېرکل په دې تورنه کړې وه چې په جرمنې کې یې ډېرو کډوالو ته پناه ورکړې، له جرمني سره د تجارت په اړه هم انتقاد کړی او خپله رقیبه ډموکراته هېلري کلېنټن‌یې د امریکا انګلا مېرکل نومولې وه.

انګلا مېرکل.
انګلا مېرکل.

په دې اړه چې دغه موضوعات به هم په دغې کتنه کې راپورته شي که نه؟ د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر له خبرو کولو ډډه وکړه خو یوازې دومره‌یې وویل له متحده ایالاتو د جرمني د صدراعظمې د دغې کتنې په ترڅ کې د اتلانتیک دواړو غاړو ته ډېر هیجاني موضوعات شته چې پرې خبرې وشي.

د سپایسر په وینا ټرمپ به له مېرکل سره په دغې لومړنۍ کتنه کې دغه‌راز د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په اړه هم د هغې نظر واوري او هم به پر دې ټینګار وکړي چې د ناټو د یوې غړي په توګه جرمني ته په‌کار ده چې له دغه تړون سره خپلې پوځي مرستې زیاتې کړي.

ویل کېږي جرمني تر اوسه له دې کاره ډډه کړې ده.

دواړه مشران به همدارنګه د اوکراین په وړاندې د یوې ګډې ستراتیژۍ په اړه هم خبرې وکړي.

متحده ایالاتو او یو شمېر نورو لوېدیځ قدرتونو پر روسیې له خپلې خاورې سره د اوکراین د کریمیا د ټاپو وزمې د یوځای کېدو او د اوکراین په ختیځ کې د بېلتون‌پالو د ملاتړ په خاطر اقتصادي بندیزونه لګولي دي.

ټرمپ ویلي چې غواړي له پوتین سره اړیکې ښې کړي.

دې مسئلي د امریکا له متحدینو سره د ناټو د ملاتړ تر څنګ د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا په اړه د هغه د ژمنو په اړه یو لړ شکونه راپورته کړي دي.

مېرکل له دغه سفر مخکې د شنبې په ورځ وویل چې دا واشنګټن ته یوازې د جرمني د صدراعظمې په توګه نه بلکې د اروپایي اتحادیې د استازې په توګه سفر کوي.

مېرکل په بروکسل کې خبریالانو ته وویل، زه به پر دې خبرې ټینګار وکړم چې زموږ لپاره زموږ د هېواد او په اروپايي اتحادیه کې زموږ غړیتوب د یوې سکې دوه مخه دي.

د مېرکل یوې ویاندې وویل چې دغه کتنه به یو فرصت وي چې د دوه اړخیزو او نړیوالو مهمو مسایلو او د اتلانتیک د سمندر د دواړو غاړو د اړیکو په اړه چې موږ یې پر اهمیت تل ټینګار کړی، د نظر تبادله وشي.

XS
SM
MD
LG