د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۱

جرمني غواړي د ترهګرۍ د برید د پلان په تور نیول شوي کسان وباسي


د جرمني حکومت غواړي هغه دوه کسان له جرمني وباسي چې د ترهګرۍ د یو برید د پلان په تړاو ترې تحقیقات شوي دي.

دا دواړه کسان په جرمني کې زیږېدلي دي او په رسمي توګه پر جرم تورن شوي هم نه دي.

جرمني چارواکو ویلي، دا دوه مشکوک کسان به په جلا جلا توګه یو الجزایر او بل نایجریا ته واستوي چېرې چې د دوی پلرونه زیږېدلي دي.

له دوی څخه یو هم د جرمني تبعه نه دی خو دواړه جرمني کې زېږېدلي دي.

د جرمني چارواکو په وینا دواړه تورن د بیا لپاره دې هېواد ته له ننوتلو منعه شوي دي.

د جرمني د کوز ساکسوني ایالت د کورنیو چارو وزارت ویاند د جرمني خبري اژانس ته ویلي، دا لومړی ځل دی چې یوه داسې پالیسي په جرمني کې عملي کېږي.

دا دوه کسان د فبرورۍ په نهمه نېټه د جرمني په ګوتینګین کې د پولیسو په یوې چاپې کې نیول شوي وو.

د نیولو پر مهال له دوی سره د اسلامي دولت د وسله والې ډلې بیرغ او وسلې موندل شوې وې.

هغه مهال پولیسو ادعا کړی وه چې دواړه نیول شوي مشکوک کسان د یوې سیمه ییزې سخت دریځې شبکې فعال غړي وو او یو تروریستي برید یې پلانوه.

خو څارنوالانو پرېکړه وکړه چې دا قضیه به نه اخلي ځکه د دوی په وینا دواړو تورنو د برید په اړه بحث کړی خو د عملي کولو لپاره یې کوم جدي پلان نه درلود.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په دې اړه په یو راپور کې وايي، په جرمني کې په تېرو کلونو کې له یو لړ ترهګرو بریدونو وروسته، له هېواد څخه د دې کسانو ایستل د مشکوکو ترهګرو په وړاندې د جرمني د حکومت د سخت دریځ څرګندونه کوي.

همدارنګه دا د حکومتونو له خوا د هغه پراخ دود یوه برخه هم ده چې د وسله والو سره د اړیکو په خاطر کله د خپلو هېوادونو د اوږدې مودې د اقامت لرونکي او اتباع هم وباسي.

اسټرالیا، کاناډا او بریتانیا د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې له یو شمېر هغو کسانو یې خپل تابعیت بېرته اخیستی چې له سخت دریځو ډلو سره یو ځای شوي دي.

د اروپا د بشري حقونو محکمې په دې وروستیو کې د بریتانیا د دا ډول اقدام حق تایید کړ.

په ورته توګه د امریکا د عدلیې وزارت هم دا مهال هڅه کوي چې له هغه امریکايي د امریکا تابعیت بېرته واخلي چې په نیویارک کې د یو تروریستي برید د پلان پر جوړولو تورن دی.

د واشنګټن پوسټ په وینا دا د ولسمشر ټرمپ تر ادارې لاندې د امریکا په پالیسۍ کې د بدلون څرګندونه کوي.

د بشري حقونو یو شمېر فعالانو د حکومتونو له خوا له مشکوکو کسانو څخه د تابعیت بېرته اخیستلو د بهیر په اړه اندېښنه ښودلې او وايي دا به په نړۍ کې د بې هېواده او بې وطنه خلکو شمېر زیات کړي.

XS
SM
MD
LG