د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۵

د بریتانیې مطبوعات: د لندن حمله کوونکي د تاوتریخوالي سابقه لرله


د بریتانیې مطبوعات وايي، هغه سړی چې د چهارشنبې په ورځ یې په لندن کې د پارلمان د ودانۍ مخکې پر خلکو حمله وکړه، مسلمان شوی و او د تشدد سابقه یې هم درلوده.

د بریتانیې د پارلمان مخکې، پر ویست منیسترپله په حمله کې د حمله کونکي په ګډون پنځه تنه ووژل شول.

پولیسو ویلي چې په دې حمله کې تر پنځوس زیات کسان زخمیان شوي چې د دوو تنو روغتیايي وضعیت نازک دی.

حمله کونکی خالد مسعود، د اسلام ترمنلومخکې "ادریان راسیل اجاو" نومیدواو د بریتانیې په جنوبي ښار دارفورت کې زېږدلی و.

هغه تر مسلمانېدو مخکې، د بریتانیې په راي ښار کې استوګن و.

پولیس وايي، خالد مسعود ۵۲ کلن او د دریوماشومانو پلار و.

هغه د وهلو او ټکولو، د وسلې درلودلو او عامه نظم ته د خنډ پېښولو په څېر کارونو له امله پولیسو ته معلوم و او له تشدده ډکه سابقه یې هم درلوده.

خو تردې مخکې په تروریستي فعالیت نه و تورن شوی.

پولیس ګومان کوي چې خالد مسعود د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې یا داعش تر اغېز لاندې شوی و.

په هغو کسانو کې چې د چهارشنبې په ورځ په لندن کې د خالد مسعود په حمله کې ووژل شو، یو پولیس و چې پنځلس کاله یې خدمت کړی و، یوه بریتانوۍ ښځه عایشه فرادې او یو امریکایی سیلاني شامل وو.

په مړو اوزخمیانو کې د دولسو هېوادونو وګړي دي.

خالد مسعود اول پر ویست منیسترپله چې د پارلمان ودانۍ ته نېږدې دی، خپل موټر پر خلکو ور وچلاوه او درې تنه یې ووژل.

هغه د پېښې له ځايه د تېښتې پرمهال، د لندن د پولیسو افسر په چاقوګانو وواهه او ووژل شو.

پولیسو نن وویل چې د پېښې په تړاو یې دوه نور وګړي هم نیولي دي.

په بریتانیې کې له ترورېزم سره د مبارزې ادارې چارواکي مارک رولې نن څرګنده کړه چې پولیسو تراوسه له دې خونړۍ پېښې سره د ارتباط په تور، ټول ۹ تنه مشکوک کسان نیولي دي.

پولیسو د یوې ښځې د نیولو خبرهم ورکړی وخومارک رولې وویل چې هغه په ضمانت خوشې شوې ده.

مارک رولې وویل:

"زموږ د څېړنې اساسي هدف د دې موندل دي چې هغه څرنګه افراطي شوی و؟ هغه زموږ په ټولنه کې ترداسې اغېز لاندې راغلی و، بهرنۍ نفوذ و یا انټرنټي پروپاګندو اغېز پرې کړی و؟ زموږ څېړنې او توقیفونه به په دې برخه کې مرسته وکړي خوکه خلک رامخکې شي او معلومات راکړي، ډېره مرسته کولائ شي."

د بریتانیې پولیسو د چهارشنبې له ورځې راهیسې په لندن او برمینګهم ښارونو کې پر لږترلږه ۱۶ سیمو عملیات کړي دي.

ویل کېږي چې حمله کونکي خالد مسعود په وروستیو کې، په برمینګهم ښار کې ژوند کوی او له هغه ځایه یې د حملې لپاره موټر هم کرایه کړی و.

په لندن کې د حملې مسؤلیت داعش واخیست او د "اعماق" په نوم پر ویب پاڼه يې چې د دې ډلې بیانونه خپروي، وویل چې حمله کونکی د داعش"عسکر" و.

XS
SM
MD
LG