د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۲

لندن کې د ترورستي حمله کوونکي په اړه د پولیسو نوي جزئیات


د لندن پولیسو هغه کس چې په دغه ښار کې د وړمې ورځې د تروریستي برید د ترسره کولو ګمان ورباندې کېږي پېژندلی دی.

د لندن پولیسو ویلي په دې ښار کې د وړمې ورځې د تروریستي برید عامل خالد مسعود نومېږي چې ۵۲ کلن دی او په بریتانیا کې زېږېدلی دی.

پولیس وایي، مسعود په دې وروستیو کې په ویسټ میډلنډز کې اوسېدلی وو.

نوموړی د برتیانیا کینټ سیمه کې زېږېدلی و او د پولیسو په خبره اوسمهال یې په اړه کومه څېړنه نه کېده او داسې مخکیني معلومات نه وو چې وښیي ده د تروریستي برید نیت درلود.

صدراعظمې تریزامې د بریتانیا پارلمان ته ویلي چې پولیسو د افراطي فعالیت په تور له دې حملې کوونکي څو کاله مخکې هم څېړنې کړې وې او پولیسو ته یې دا نظر ورکړی چې هغه د سخت دریځو اسلامي افکارو تر اغېز لاندې و.

د پولیسو په خبره دوی اوس پر دې کار کوي چې ومومي ایا واقعاً خالد مسعود له اسلامپالو تندلارو الهام اخیستی که څنګه.

د بریتانیا امنیتي مسؤلین وایي، پر نوموړي تر دې وړاندې کوم تروریستي تور نه وو پوري شوی، خو ځیني پخواني محکومیتونه یې درلودل لکه په ۱۹۸۳ کال کې په یوې جنایي پېښې او په ۲۰۰۳ کال کې د یوې چړې په درلودلو محکوم شوی وو.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن پرون په نیو یارک کې یوې خبري غونډي ته د دې حملې په اړه وویل چې پر لندن برید پر ټوله نړۍ برید دی:

"تاسو ښایي پوهېږۍ چې نن په لندن کې د یوولسو هېوادونو وګړي په قربانیانو کې دي او دا ښیې چې په لندن کې یوه حمله پر نړۍ حمله ده."

د اسلامي دولت یا داعش ډلې د لندن د برید مسؤلیت منلی دی او وایي، دا برید د دوی یوه عسکر کړی دی.

دغې ډلې په داعش پوري تړلي اعماق ویب پاڼې کې ویلي چې دا برید د هغو هېوادونو وګړو ته ګوزار دی چې د داعش پر ضد نړیوال ایتلاف کې ښکېل دي.

چارواکي وایي، که څه هم ګمان کېږي چې مسعود به په یوازي سر د ویسټ منسټر برید کړی وي، خو دا یې هم نه دي رد کړي چې ښایي نور کسان هم په دې پېښه کې ښکېل وي.

د پنجشنبې په ورځ په ټوله بریتانیا کې د پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې اته تنه نیول شوي او تر پوښتنو لاندې دي.

د بي بي سي په راپور کې راغلي چې هغه موټر چې په دې برید کې کارول شوی تېره اوونۍ په برمینګهم کې د انټرپرایز په نوم د کرایې موټرو له یوې کمپنۍ څخه په کرایه اخیستل شوی وو.

د لندن پولیس وایي، د بریتانیا له پارلمان سره په دې حمله کې د برید کوونکي په ګډون لږ تر لږه ۵ تنه ووژل شول او څلوېښت تنه ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG