د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

د بریتانیا پارلمان ته نېږدې "ترورېستي برید"


په لندن کې د بریتانیا پارلمان له ودانۍ سره په یوه وخت دوه بریدونه شوي چې د پولیسو په وینا داسې ښکاري چې دا ترورېستي حملې دي.

پولیس وایي چې د چهارشنبې مازدیګر یوه تن چې تورې جامې یې اغوستې وې یو پولیس د وېسټ منستر په سیمه کې په چاقو وواهه.

دغه برید کوونکی د هغو امنیتي ځواکونو له لوري وویشتل شو چې د پارلمان د ودانۍ بهر ولاړ و.

په ورته وخت کې یو موټر په همدې سیمه کې له پله سره پر پیاده ور وروخوت او پلي کسان‌یې لاندې کړل.


تر دغو پېښو سمدستي وروسته د بریتانیا ځانګړي ځواکونه او په وسلو سمبال پولیس د پارلمان د ودانۍ دننه ځای پر ځای شول.

تر پېښې وروسته د وېسټ منسټر سیمې تر ځمکې لاندې میترو تړل شوې ده.

دا تم‌ځای د لندن یو له هغو تم‌ځایونو څخه دی چې ډېر زیات خلک په تېره د مازدیګر خواته د لندن نورو سیمو ته ځي یا په دې سیمه کې د لندن د مرکزي سیمو د لیدو لپاره خلک ترې له اورګاډي ښکته کېږي.

وېسټ منسټر د لندن هغه سیمه ده چې هلته د لندن ای په نوم ستر چرخ فلک، د لندن زوړ ساعت، د تیمز غاړه او د پارلمان ودانۍ ده.

د لندن صدراعظم دفتر هم له دې سیمې ډېره لیرې نه‌دی.

کوم ګرځندویان چې لندن ته ځي دوی تقریباً خامخا د وېسټ منسټر سیمې ته ورځي.

پولیس وایي چې د دې پېښو په اړه تحقیقات کوي.

XS
SM
MD
LG