د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

ارګ: کابل ته د حکمتیار د راتګ په اړه هېڅ خنډ وجود نه لري


ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، کابل ته د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار راتلو په وړاندې هېڅ موانع وجود نه لري.

جمهوري ریاست وايي، د حزب اسلامي سره د شوې هوکړې هغه موارد چې د افغان حکومت پورې مربوط و ټول يې عملي شوي او کابل ته د ښاغلي حکمتیار د راتګ په برخه کې هېڅ موانع نشته.

د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د دوشنبې په ورځ په کابل کې د حکومتي ادارو لخوا د کلنیو راپورونو د وړاندې کولو په لړ کې رسنیو ته وویل چې حکومت د هوکړې سره سم خپلې ټولې ژمنې عملي کړي او کابل ته د ښاغلي حکمتیار راتګ ته منتظر دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان د حکومت لخوا په دې برخه کې هېڅ موانع وجود نه لري، د هوکړې له مخې هغه څه چې موږ پورې اړه لرل هغه مو ترسره کړل او په تمه یو چې حزب اسلامي هم کابل ته د ښاغلي حکمتیار راتګ نېټه اعلان کړي."

ښاغلي مرتضوي په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د حزب اسلامي حکمتیار سره د سولې شوې هوکړه د بین الافغاني سولې په برخه کې د يوې لاسته راوړنې په توګه یاد کړ.

د افغان حکومت او حزب ‎اسلامي د سولې تفاهم‎ لیک شااوخوا شپږ میاشتې مخکې د دواړو لورو له‎ خوا د یو لړ شرطونو په منلو سره لاسلیک شوه.

د حکومت له زندانونو څخه د حزب ‎اسلامي د بندیانو خلاصېدل، د دغه حزب د غړیو زرو کورنیو ته د یوې-یوې نومرې ځمکې ورکول، د ملګرو ملتونو له تور لېسته د حکمتیار د نوم ایستل او کابل ته د حکمتیار راتګ لپاره د زمینو برابرول، د دغې تفاهم ‎لیک عمده شرطونه په ګوته شوي دي.

د افغان حکومت او حزب ‎اسلامي له لوري د شوي هوکړه لیک د موادو عملي کولو ته یوه کمېټه هم ګمارل شوې وه.

په ورته وخت کې د حزب اسلامي مسؤلین وايي، هغه ژمنې چې حکومت د حزب اسلامي حکمتیار سره کړې وې هغه يې په سمه توګه نه دي عملي کړي.

دوی وايي، حکومت لا هم د خپل منځي اختلافاتو له امله د حزب اسلامي د بندیانو د ازادولو او د ښاغلي حکمتیار د امنیت د ټینګښت په برخه کې عملي ګامونه نه دي پورته کړي چې له امله یې کابل ته د ښاغلي حکمتیار راتګ ځنډېدلی دی.

د دغه حزب يوه ویاند حشمت ارشد د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې حکومت لا هم د حزب اسلامي د بندیانو د خوشې کېدو او د حزب اسلامي د مشر د امنیت او ځای ځایګي په اړه عملي اقدامات نه دي کړي:

"د کابل ته د حزب اسلامي د مشر د راتګ او څرګندېدو د زمینې لپاره د حزب اسلامي د بندیانو ازادېدل او په ځانګړې توګه د ښاغلي حکمتیار د امنیت د ټېګښت مسئله وه چې حکومت لا په دې برخه کې کوم جدي اقدام نه دی کړی."

ښاغلی ارشد له حکومته غواړي چې د حزب اسلامي سره په کړیو ژمنو په رښتیني توګه عمل وکړي ترڅو د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار راتګ ته زمینه مساعده شي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG