د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۵۴

ټاکل شوې خبریال «میکولا سیمینا» نن کریمیا کې محکمې ته حاضر کړای شي


ټاکل شوې هغه ازاد خبریال او د ازادي راډیو همکار نن په کریمیا کې یوې محکمې ته حاضرکړای شي چې پرې تور پورې شوی چې پرروسیې یې له خپلې خاورې سره د اوکراین د دغې ټاپووزمې د یوځای کېدو په اړه یوه انتقادي لیکنه خپره کړې ده.

ټاکل شوې چې د میکولا سیمینا «Mykola Semena» محاکمه نن د کریمیا په مرکز سیمفیروپول «Simferopol» کې پیل شي.

نوموړی په داسې حال کې محاکمه کېږي چې پرروسیې نړیوال فشارونه زیات شوي چې د دغه خبریال په وړاندې چې د مجرم پېژندلو په صورت کې په ترپنځو کالو بند محکومېدای شي، دوسیه وتړي.

سیمینا تورن دی چې په ۲۰۱۵ کال یې د ازادي راډیو لپاره د کریمیا د حقیقتونو په اړه په ویب پاڼه کې یوه لیکنه خپره کړې چې په هغې کې په کریمیا کې د مسکو له خوا ټاکل شوې اداره د روسیې له ځمکنۍ بشپړتیا څخه په سرغړونه تورنه کړې او هم یې د اوکرایني فعالانو له خوا د سیمې د بندولو د اقدام ملاتړکړی و.

دغه لیکنه په ویب پاڼه کې د کریمیا د انتخابونو په اړه د روانو بحثونو د لړۍ یوه برخه او د یوې مخکینۍ لیکنې ځواب و.

نوموړی نشي کولای چې له کریمیا بهر لاړشي او له مرکز سیمفیروپول څخه د وتلو لپاره هم اجازې ته اړتیا لري.

د هغه د محاکمې د پیل په درشل کې اروپایي پارلمان تېره اوونۍ د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره له مسکوه وغوښتل چې له دېرشو زیات د اوکراین هغه اتباع ازاد کړي چې بندیان دي، یا په روسیه، کریمیا او د اوکراین په ختیځو برخو کې چې روس پلوه بیلتونپال پرې کنټرول لري، نور محدودیتونه وضع شوي دي.

په دغه پریکړه لیک کې چې عملي کېدل یې الزامي نه دي، له روسیې دغه راز غوښتل شوي چې د میکولا سیمینا په ګډون چې د ازادي راډیو لپاره د ژورنالیستیک کار په خاطر محاکمه کېږي، ټولو دغو کسانو ته اجازه ورکړي چې ازادانه تګ راتګ وکړي.

واشنګټن هم تېره اوونۍ له روسي چارواکو غوښتي و چې د ښاغلي سیمینا په وړاندې جعلي تورونه لېرې کړي او هغه او نور اوکراینیان چې د روسيې له خوا په سیاسي دلایلو نیول شوي، ازاد کړي.

اروپایي اتحادیې او متحدو ایالتونو د روسیې له خوا د کریمیا د الحاق د دریمې کلیزې په ترڅ کې دغه انتقادونه پرروسیې کړي دي.

روسيې د اوکراین دغه ټاپووزمه په ۲۰۱۴ کال له خپلې خاورې سره یوځای کړه چې اوکراین، واشنګټن او د ملګرو ملتونو سل غړي هېوادونه یې غېر قانوني بولي.

د کریمیا لپاره د روسیې له خوا ټاکل شوې پخوانۍ لویې څارنوالې ناتالیا پوکولو نسکایا چې سیمینا ته یې دوسیه اچولې او اوس د روسیې د پارلمان غړې ده د ازادي راډیو د کریم ویب پاڼه تورنه کړې وه چې د ورانکاري او افراطیت اعمالو ته توجیه ورکوي او قومي کرکه راپاروي.

خو سیمینا د تېرې میاشتې په وروستیو کې ازادي راډیو ته وویل چې هېڅ شواهد نشته چې ده دې کوم جرم کړی وي ځکه د کریمیا موقف تراوسه روښانه نه دی ان د روسیې د فیدیرشن په چوکاټ کې.

XS
SM
MD
LG