د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

مشرانو جرګه: د پاکستان د سرغړونو مخه باید ونیول شي


د افغانستان مشرانو جرګه وايي، د تورخم او سپین بولدک د لارو بندېدل او د پاکستاني پوځیانو له لوري د ډیورند کرښې په اوږدو کې د تاسیساتو جوړېدل افغانانو ته د منلو وړ نه دي.

د مشرانو جرګې غړیو د یکشنبې په ورځ د دغې جرګې په عمومي ناسته کې وویل چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د تاسیساتو جوړېدل افغانانو ته د منلو وړ نه دي.

دوی له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د پاکستان د دا ډول کړنو مخه ونیسي.

د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار وویل:

فضل الهادي مسلمیار.
فضل الهادي مسلمیار.

"د تورخم دروازه، د سپین بولدک دروازه او همداشان د ډېوالونو جوړول د تشویش وړ ده، د افغانستان د مشرانو جرګې له ادرسه غږ کوو چې د ډیورند کرښې په اږدو کې هېڅ ډول تاسیسات د افغانستان د خلکو په ځانګړي توګه د پرتو سیمو لپاره د منلو نه دي او حکومت باید په دې اړه د ملت غږ پورته کړي، که په ډیپلوماتیکو، زور او یا هم د نړیوالو ستراتیژیکو ملاتړو له لاري فشار راوړي څو مخه یې ونیول شي."

د جرګې غړي د افغانستان په وړاندې د پاکستان دغه سرغړونې د ټولو نړیوالو اصولو خلاف بولي.

پاکستاني پوځیانو له دې مخکې هم د ننګرهار د ګوشتې ولایت په سرحدي سیمو، د پکتیکا ولایت په ځینو سرحدي سیمو او تورخم کې د تاسیساتو د جوړولو هڅې کړي چې د جګړې لامل ګرځېدلي او دواړو لورو ته تلفات هم اوښتي دي.

افغان چارواکي وايي، پاکستان د تورخم او سپین بولدک د لارو د بندولو سربیره د روان کال د جنورۍ د میاشتې له پیله تر اوسه د ننګرهار او کونړ ولایتونو پر سرحدي ولسوالیو له زرو څخه ډ‌ېر توغوندي توغولي چې ملکي کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هیله ښيي چې د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر او پاکستاني چارواکو ترمنځ کتنه به د دغې ستونزې په حل کې ګتوره تمام شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې ناستې ته وویل:

صلاح الدین رباني.
صلاح الدین رباني.

"هیله لرو چې په لندن کې د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار او پاکستاني چارواکو ترمنځ له کتنو څخه چې د بریتانیا د صدراعظم د ملي امنیت سلاکار هم پکې حضور درلود یوه ښه نتیجه ترلاسه کړو."

یو شمېر سناتوران وايې، پاکستان هڅه کوي چې په دې توګه پر افغانستان فشار راوړي څو د ډیورند کرښه په رسمیت وپېژني.

له دې مخکې د افغانستان د قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر عبدالغفور لېوال ویلي، پاکستان هڅه کوي چې په دې ډول کړنو سره د ډیورند کرښې د رسیمت پېژندلو موضوع مطرح کړي.

خو د افغانستان د مشرانو جرګې غړي وايي، افغانان به هېڅ کله او په هېڅ ډول د ډیورند کرښه په رسمیت ونه پېژني او د پاکستان د سرغړونو په وړاندې به ودرېږي.

راپور: عبادالله حنان زی

XS
SM
MD
LG