د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

ملي ارمان: د لندن ناسته د افغانستان او پاکستان د ستونزې حل نه ده


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې بیا هم د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو، وروستیو ستونزو او د حل لاري د موندلو د کوښښونو په اړه یو شمېر مطلب چاپ کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې له پښتونخوا سره د قبایلي سیمو د ادغام په اړه د پاکستاني حکومت د کابینې د ورستۍ پرېکړې په اړه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي په حواله لیکلي چې قبایلي سیمي او پښتونخوا د افغانستان دي.

په مطلب کې په دې اړه وړاندې راغلي، اڅکزی په داسې حال کې دا خبره کوي چې د اسفندیار ولي خان په مشرۍ عوامي ملي ګوند بیا د پاکستاني حکومت د دې پرېکړې هرکلی کړی دی.

په مطلب کې ویل شوي چې، ښاغلي اڅکزي ویلي، قبایلي سیمي باید د شته تړونونو له مخې ازادې پرېښودل شي او د ټوپک او الوتکې په زور مدغمې نه شي.

په مطلب کې د ښاغلي اڅکزي په حواله د پاکستان له خوا د سپین بولدک او تورخم د لارو د تړل کېدلو موضوع ته په اشارې سره ویل شوي چې، ترهګر په پاسپورتونو تګ راتګ نه کوي، بلکې پر دې لارو سوداګر او ناروغان ځي او راځي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د خپلې نننۍ ګڼې سرمقاله د افغانستان، پاکستان او انګلستان د درې اړخیزې غوندې په اړه لیکلې ده.

په سرمقاله کې د دغې غونډې په تړاو د پاکستان د بهرنیو چارو د سلاکار سرتاج عزیز په حواله راغلي چې دا د دواړو هېوادونو تر منځ د هر اړخیزو خبرو اړتیا وه او دوه اړخیر باور به رامنځته کړي.

سرمقاله لیکونکي دغه شان په پاکستان کې د افغان سفیر ډاکټر عمر زاخېلوال لید لوری هم راخیستی چې په دغه غونډه کې بیا هم د ترورېزم په وړاندې د رېښتینې مبارزې لپاره د دوه اړخیزو همکاریو پر میکانیزم سلا وشوه او دغه شان د دواړو هېوادونو تر منځ په دوه اړخیزو اړیکو کې د بې باورۍ په ختمولو ټینګار وشو.

سرمقاله لیکونکی د ګڼو مسایلو په یادولو سره پاکستان په خپل لوبه کې مات ګڼي او لیکي، پاکستان خپله چاړه په اوبو کې ویني او له همدې امله هڅه کوي چې د انګلستان په هڅه ځانته د خټې پوزه جوړه کړي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې هم د خپلې نننۍ ګڼې په یو مطلب کې د یادې غوندې په اړه لیکلي چې د لندن ناسته د افغانستان او پاکستان د ستونزې حل نه دی.

په مطلب کې وړاندې د یو شمېر کارپوهانو په حواله راغلي چې، لا هم د ترهګرو ډلو او فعالیتونو په تړاو د دواړو هېوادونو په لیدلورو کې ډېر واټن موجود دی.

د چارو کارپوه لطیف نظري ورځپانې ته ویلي چې اوسنۍ هڅې د دې لپاره دي چې د داوړو لوریو تر منځ خبرې پیل شي، خو په هېڅ ډول د دواړو هېوادونو تر منځ د ستونزې د ختمېدلو په معنی نه دي.

XS
SM
MD
LG