د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۹

ټرمپ او مېرکل به پر دفاعي چارو، امنیت او سوداګرۍ وغږیږي


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به نن په سپینه ماڼۍ کې د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل ته هرکلی ووايي.

ویل کېږي چې د دې دواړو مشرانو خبرې به د اتلانتیک د د دواړو غاړو د هېوادونو ترمنځ پر اړیکو متمرکزې وي.

ټرمپ او مېرکل به د دفاعي چارو، امنیت او سوداګرۍ په اړه خپلو کې یو لړ لیدنې وکړي.

دوی به د جرمني او امریکايي کاروباري مشرانو سره د حرفوي روزنې په یو ګردي میز کې هم برخه واخلي او په شریکه به یوه خبري غونډه کې هم راڅرګند شي.

د جرمني او امریکا د مشرانو ترمنځ دا غونډه له سې شنبې د امریکا ختیځ ساحل کې د ژمي د وروستي توفان له کبله د جمعې ورځې ته وځنډول شوه.

د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه د نړیوالو سازمانونو له ونډې رانېولې د کډوالو تر مسئلې پورې پر ګڼو موضوعاتو مختلف نظر لري.

خو جرمني خبري اژانس وايي، تمه ده چې په دې مخامخ لیدنه کې به دواړه مشران یو بل ښه وپیژني او ترمنځ به یې د اختلاف موارد راکم شي.

تر دې مخکې د امریکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل انتخاباتي کمپاین پرمهال وخت په وخت پر مېرکل انتقادونه کړي وې چې د سوریې کډوالو ته یې د جرمني دروازې پرانیستي.

ډونالډ ټرمپ د خپل انتخاباتي کمپاین پرمهال وخت په وخت پر مېرکل انتقادونه کړي وې.
ډونالډ ټرمپ د خپل انتخاباتي کمپاین پرمهال وخت په وخت پر مېرکل انتقادونه کړي وې.

تمه کېږي چې ټرمپ به له جرمني صدراعظمې سره به دې لیدنه کې خپله هغه غوښتنه بیا راپورته کړي چې له خپلو اروپايي متحدانو غواړي د ناټو پوځي تړون کې دې خپله ونډه پراخه کړي.

جرمني خبري اژانس د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي په حواله وايي، ټرمپ به له روسیې سره د چلند برخه کې هم له انګېلا مېرکل مشوره وغواړي.

امنیت او د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په مسئلو خبرې هم د دواړو مشرانو د خبرو اجنډا کې شاملې دي.

همدارنګه جولای کې په هامبورګ کې د نړۍ د لوی اقتصاد لرونکو شل هېوادونو د مشرانو له غونډې مخکې به ټرمپ او مېرکل د سوداګرۍ او اقتصادي مسئلو په اړه هم بحثونه وکړي.

جرمني خبري اژانس وايي، انګېلا مېرکل همدارنګه غواړي چې له ولسمشر ټرمپ سره په افغانستان، سوریه لیبیا او اوکراین کې د روانو جګړو موضوعات هم راپورته کړي او له نوموړي سره د کډوالو په وړاندې پر پالیسۍ هم وغږېږي.

انګېلا مېرکل ویلي، دا د جمعې په ورځ په واشنګټن کې له ولسمشر ټرمپ سره خپلې لیدنې ته لېواله او خوښه ده.

انګېلا مېرکل
انګېلا مېرکل

نوموړې یو جرمنۍ ورځپاڼۍ ته ویلي:

"د دې پرځای چې د یو بل په اړه خبرې وکړو، دا غوره ده چې یو بل سره خبرې وکړو."

له مېرکل وپوښتل شول چې ایا دواړه لوري د دې لیدنې په اړه کنجکاوي لري؟

مېرکل وویل:

"بې شکه چې دواړو خواوو ته کنجکاوي شته، همدارنګه له یو بل سره لیدلو ته خوښې هم شته لږ تر لږه زما له خوا."

مېرکل وايي، غواړي له ولسمشر ټرمپ سره د امنیتي او اقتصادي مسئلو سربیره پر نړیواله همکارۍ هم خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG