افغان حکومت په ګاونډیو او اروپايي هېوادونو کې او ورڅخه د راستنېدونکو افغان کډوالو ستونزو د حل په خاطر نړیوال مدیریت او پروګرامونه مهم ګڼي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي ټینګار کوي چې افغان حکومت په کور دننه د کډوالو د ځای پر ځای کېدو لپاره لازمې پالېسۍ رامنځته کړي، خو د نوموړي په خبره د کډوالۍ برخه کې د روان ناورین لمن ترې پراخه ده.
نوموړی وايي، که یاده برخه کې د هېوادونو او همکاره ټولنې ګډ اقدامات او همغږي ترسره شي ستونزو ته مناسبې حل لارې پیدا کېدلای شي.
ښاغلي بلخي زیاته کړه:
"زموږ باور دا دی چې د کډوالۍ مهمه پدیده یوه ګډ مدیریت ته اړتیا لري چې هغې کې د مقصد، ترانزیټ، مبدا هېوادونه، نړیوالې مؤسسې او ادارې شاملې دي چې د کډوالو لپاره خدمات وړاندې کوي."
ښاغلي بلخي دا خبرې د سې شنبې په ورځ د کډوالو د راستنېدو او بیا ځای پر ځای کېدو اړوند د مدیریت کچې د لوړولو ورکشاپ ته وکړې، کوم چې د کډوالۍ د نړیوال سازمان او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې لهخوا جوړ شوی دی.
پر یادو شویو مسایلو په داسې وخت کې ټينګار کېږي چې په دې وروستیو کې افغانستان ته له ګاونډیو او اروپايي هېوادونو د کډوالو جبري ستنېدنه زیاته شوې او په کور دننهیې هم د ځای پر ځای کېدو او ژوند په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.
د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د ۲۰۱۶ میلادي کال راهیسې شااوخوا یو میلیون کډوال هېواد ته راستانه شوي دي چې د دوی په خبره، په دې ډلې شااوخوا زر کسان له اروپايي هېوادونو راستانه شوي چېرته چې د ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې نېږدې درې نیم لکه کډوالو پناه وړې ده.
افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان رئیس لورانس هارټ وايي، نړیوالې ټولنې د کډوالۍ موضوع جدي نیولې او د حللارو د پیدا کولو هڅهیې کېږي.
نوموړي جوړې شوې غونډې ته وویل، راستنېدونکو کډوالو ته د مرستو د بستو اعلانول یوه ښه لاره ده، خو افغان حکومت هم باید خپل مسؤلیتونو ته ښه متوجه شي.
ښاغلی هارت وايي:
"موږ له راستنېدونکو سره د کار کولو ویاړ لرو، هغه څوک چې خوبونو یې صدمه لیدلې موږ باید د دوی د بیا ځای پر ځای کېدو هڅه وکړو او دا چې د دوی اړتیاوې څه دي هغوی ته باید رسېدنه وشي چې راغلي او یا راروان دي."
نوموړی وايي چې سږ کال له پاکستانه د یو میلیون نورو کډوالو د راتګ اټکل کېږي چې یوازې ګډې هڅې یې ستونزې کابو کولای شي.
له دې سره په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د سفیر مرستیال جورج کنېنګهم په هېواد کې دننه افغانانو ته د کاري زمینو پر برابرولو ټينګار کوي وايي، اروپا میلیونونه ډالر ځانګړي کړي څو د کډوالو ستونزو ته د هواري لپاره لازمه تګلارې رامنځته کړي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ