د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۷

د افغانستان په اړه د"محب" زغردو څرګندونو خلک هک پک کړل


انډیپنډنټ ژورنال ریویو Independent journal review خپرنې د افغانستان په اړه د امریکا د پخواني او اوسني ولسمشرانو د ادارې د پالیسیو په اړه په واشنګټن کې د افغانستان د سفیر پر هغو څرګندونو تمرکز کړی چې د طلایي ستوري په نوم د پوځیانو د کونډو د ټولنې یو شمېر غړیو ته یې په خپل استوګن ځای کې په یوې ميلمستیا کې کړي دي.

د دغې مقالې لیکوال بیني جانسون چې واشنګټن کې یې د تیرې جمعې ماښام د افغانستان د سفیر له خوا په ترتیب شوې میلمستیا کې ګډون کړی لیکي:

د افغانستان په اړه د دغو دواړو حکومتونو د پالیسیو په اړه د حمدالله محب زغردو څرګندونو او کم ساري نظریاتو ټول ګډونوال هک پک حیران کړل.

د لیکوال په وینا ښاغلي محب د سرتېرو د کورنیو غړیو ته چې عزیزانو یې خپل ژوند په افغانستان کې له لاسه ورکړی، د هغوی سرښندنې وستایلې او کله چې د پوښتنو او ځوابونو وخت را ورسېد او له ښاغلي محبه د امریکا د نوې ادارې په اړه چې د افغانستان خلک د ډونالډ ټرمپ په اړه څه فکر کوي پوښتنه وشوه په خپلو څرګندونو سره یې ټول حیران کړل.

خبریال جانسون وړاندې لیکي:

واشنګټن کې د افغانستان سفیر وویل، ډونالډ ټرمپ چې ده هم ورسره کتلي دوه ځلې یې له افغان ولسمشر سره یو ځل انتخاباتو کې له بریالیتوب وروسته او بل ځل هم د امریکا د ولسمشر په توګه د کار له پیلېدو وروسته خبرې کړي، دواړه وارې یې خبرې ډېرې لنډې وې ځکه له دغو خبرو مخکې دوی ته ویل شوي و چې ټرمپ اوږدې خبرې نه‎کوي او نه هم له جزئیاتو سره ډېر لېواله دی.

محب وايي، موږ هله ډېر حیرانه شولو چې ښاغلي ټرمپ له افغان ولسمشر اشرف غني سره په خپلو لومړنیو لنډو خبرو کې ډیرې رسمي پوښتنې چې پر موږ یې ډېر تاثیر وکړ، وکړې:

په څه ډول دغه د ترهګرۍ په وړاندې جګړه ګټلای شئ؟ د دې لپاره چې له مالي پلوه په خپل ځان متکي شئ څه شي ته اړتیا لرئ؟ او امریکا په څه ډول کولای شي د سوداګرۍ برخه کې افغانستان کې پانګونه وکړي؟

په څه ډول موږ کولای شو ستاسو په هېواد کې سوداګري او د کانونو سکتور ته پراختیا ورکړو؟

په واشنګټن کې د امریکا د سفیر په وینا ټرمپ د خپلې هرې پوښتنې ځواب ته په دقت غوږ نیولی و.

په واشنګټن کې د افغانستان سفیر زیاته کړه، په دوهم ځل خبرو کې چې وخت یې د مخکیني په نسب زیات و، ولسمشر ټرمپ بیا زموږ د هېواد له مشرتابه ورته پوښتنې مطرح کړې چې دا ډول پوښتنې د اوباما ادارې هېڅکله هم نه وې کړې.

د سفیر په وینا د اوباما اداره یوه تر ټولو اکاډمیکه اداره وه چې موږ مخکې نه و ورسره مخامخ شوي خو د ټرمپ اداره بیا تر ټولو ذیرکه او هوښیاره اداره ده.

د محب په وینا ټرمپ پرله‎پسې دا پوښتنه کوله چې په څه ډول دغه جګړه ګټلای شو؟

افغانستان د دغې جګړې د ګټلو لپاره څه شي ته اړتیا لري؟

د هغه په وینا ټرمپ غواړي چې دغه جګړه وګټي خو د اوباما ادارې ټولې هڅې په دې متمرکزې وې چې هغه ونه بایلي.

انډیپنډنټ ژورنال ریویو وړاندې په واشنګټن کې د افغانستان د سفیر د څرګندونو په حواله لیکي چې ویلي یې دي، دې د اوباما اداره له موږ سره زړه نازړه وه او دښمن هم دا شی درک کړی و.

د هغه په وینا کله چې د اوباما ادارې له ټاکلي مهالویش سره سم له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو بهیر اعلان کړ، زموږ ټول دښمنان دې ته منتظر و چې دغه سرتیري ووځي او دې موده کې یې د ځان لپاره جلب او جذب زیات او خپل امکانات پیاوړي کړل.

ښاغلی محب زیاتوي د دې لپاره چې ریښتیني اصلاحات راوستل شي دې ته اړتیا ده چې زموږ له هېواده دباندې او دننه دښمنان مات شي او جګړه ماران وځپل شي چې په روانه جګړه کې خپلې ګټې ویني.

د هغه په وینا هر ځلې چې له قدرته د یوه جګړه مار د لېرې کېدو هڅه شوې، د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کري ورسره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې په دې سره به په هېواد کې بې ثباتي زیاته او ډېرو امریکايي سرتېرو ته به اړتیا پیدا شي.

هغه وایي، د اوباما ټولې ادارې له افغانستان سره په اړیکو کې له ډېر احتیاطه کار اخېست او هغه هم په داسې یوه وخت کې چې زموږ د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ نوې ادارې کارپیل کړی و.

د هغه په وینا دې برخه کې ټرمپ بیخې له اوباما سره توپیر لري چې دا د افغانستان د راتلونکې په ګټه ده.

بریټ بارټ:

بریټ بارټ Breitbart خپرونه افغانستان او سوریه کې د اسلامي دولت ډلې د فعالیتونو له زیاتیدو سره په دې دواړو هېوادونو کې د امریکایي پوځیانو د شمېر د زیاتوالي په اړه په یوه مطلب کې لیکي:

یوه میاشت مخکې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قومندان جنرال جان نیکلسن د کانګرس یوې استماعیه غونډې ته ویلي چې افغانستان کې جګړه له په ټپه دریدلي حالت سره مخامخ ده او د دغه وضعیت د بدلیدو لپاره په زرګونو نورو امریکایي سرتېرو ته اړتیا ده. د خپرونې په وینا کابل کې د تیرې چهارشنبې د ورځې له برید وروسته چې داعش یې مسؤلیت په غاړه واخېست، د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال جوزیف ووټل وویل دې له دغې ارزونې سره موافق دی.

هغه وویل، خبره د اضافي سرتېرو ده ترڅو دا یقیني شي چې موږ افغان امنیتي ځواکونو ته د سلا او مشورې ورکولو او د ملاتړ ماموریت لا په اغېزمن ډول سرته ورسوو.

XS
SM
MD
LG