د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۳

بلخي: که اوضاع تغير وکړي پاکستان سره موافقې به له سره پلي شي


د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وايي، له پاکستان سره يې د افغان کډوالو برخه کې يو شمېر موافقې کړې وې خو پاکستان کې امنيتي وضعيت خراب شو او له افغانستان سره يې عمده لارې تورخم او چمن وتړلې.

د ده په وینا کله چې اوضاع تغير وکړي، له پاکستان سره د کډوالو اړوندې موافقې به له سره پلي شي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي

له ازادي راډيو سره په خبرو کې ښاغلي بلخي وويل:

"پاکستان کې د افغانستان سفارت په جدي توګه دا خبره تعقيبوي چې د تړلو لارو ستونزه حل شي. د دوو ورځو لپاره د لارې پرانيستل ډېر لږ وخت وو او په هېڅ صورت کافي نه‎دي. لارې باید تل پرانيستې وي."

دی وايي، هغه قانوني تدابير چې ورته اړتيا شته، ښه دي چې وشي خو د لارو تړل په هېڅ ډول نه‎شي توجيه کېدای.

دی وايي، پاکستان کې د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ يې په دغه هېواد کې د افغانانو د وضعيت په اړه هلې ځلې کوي او د افغان کډوالو برخه کې هر ډول شکایتونه له پاکستاني چارواکو سره شریکوي.

دی وايي چې د سفارت د هلو ځلو نتيجه کې یو شمېر کسان چې پاکستان کې توقيف شوي وو، راخوشې شول خو یو شمېر اوس هم بنديان دي.

ښاغلي بلخي همدا راز ازادي راډيو سره خبرو کې د ايرانه راستنېدونکو افغانانو په اړه وويل چې د ايران له حکومت سره يې خبرې کړي او هغوی موافقه وکړه چې هغه افغانان به چې دغه هېواد کې يې اسناد پای ته رسېدلي، راجسټر کوي.

د ده په وينا اوس‎مهال څلورو بېلابېلو ځايونو کې د افغانانو د ثبت پروسه پیل شوې او هغه کورنۍ چې کوچنيان يې ښوونځيو کې شامل دي، ايراني د ژوند ملګري لري يا په مېړه او مېرمن کې یو يې اسناد لري، هلته ثبتيږي او هغه کسان چې له ۱۹۸۸میلادي کال وروسته يې اسناد نه‎دي تمديد شوي، هغوی هم ثبتوي.

د هغو کسانو په اړه چې رسمي اسناد نه‎لري، تراوسه هېڅ پرېکړه نه‎ده شوې.

XS
SM
MD
LG