د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۲۲

ډونالډ ټوسک د دوهمې دورې لپاره د اروپايي شورا مشر انتخاب شو


د اروپایي ټولنې مشرانو د پنجشنبې په ورځ بروکسل کې د غونډې پر مهال د دوهمې دورې لپاره د اروپایي شورا د مشر په توګه ډونالډ ټوسک ته رأیه ورکړه.

له فرانسې څخه یوې ډیپلوماټیکې سرچینې ویلي چې د اروپایي اتحادیې ۲۷ غړو هېوادونو ښاغلي ټوسک ته رأیه ورکړه.

ډونالډ ټوسک تر دې پریکړې وروسته د اروپایي اتحادیې له مشرانو مننه وکړه.

ډونالډ ټوسک
ډونالډ ټوسک

نوموړي وویل:

"مننه کوم چې پر ما مو باور وکړ او په دې غیرمعمولي شرایطو کې مو زما ملاتړ وکړ، خو تر هر څه وړاندې ستاسو د یووالي له ښودلو مننه کوم. تاسو پوهېږئ چې یووالی تل زما شخصي او سیاسي ژوند کې ډېر مهم دی او زه واقعاً پوهېږم چې دا څومره اهمیت لري."

د اروپايي شورا د رئيس په توګه به د ډونالډ ټوسک ماموريت وغځيږي

بل‎خوا د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر تر رأی اخېستنې وړاندې ویلي و چې د پولنډ حکومت به د ټوسک د بیا نه ګمارلو لپاره هر ډول هڅه وکړي.

د اروپایي ټولنې چارواکو ویلي د پولنډ اوسنې صدراعظمه "Beata Szydlo" بئاتا شدوو هڅه کړې چې د دې ټولنې نور مشران د ټوسک په اړه د پریکړې ځنډولو ته وهڅوي.

د پولنډ اوسنې صدراعظمه بئاتا شدوو
د پولنډ اوسنې صدراعظمه بئاتا شدوو

د پولنډ پخوانی صدراعظم ډونالډ ټوسک د دغه هېواد د حکومت له میانه‎روه مخالفینو سره نېژدې اړیکې لري.

له‎دې هڅو سره-سره د مالتا صدراعظم او د اروپایي اتحاديي اوسني مشر جوزېف موسکات ویلي چې دغه رأی اخېستنه سمدستي ترسره شوه او د اروپایي ټولنې ۲۷ غړو هېوادونو ټولو ۵۹ کلن ټوسک ته رأیه ورکړه چې دوی کې د پولنډ د حکومت یو نېژدې متحد، د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان هم وو.

موسکات د دې سرمشریزې په څنډو کې خبریالانو ته وویل:

"یو هېواد یا ښایي څو هېوادونه د یوې پریکړې سره مخالفت ولري، خو یو هېواد نه‎شي کولای د یوې پریکړې مخه ونیسي. دلته د نوماندۍ او هم د دې بهیر پرمخ وړلو لپاره ډېر ښکاره قوانین شته چې موږ ټوله به یې تعقیبوو."

د مالتا صدراعظم او د اروپایي اتحاديي اوسنی مشر جوزېف موسکات
د مالتا صدراعظم او د اروپایي اتحاديي اوسنی مشر جوزېف موسکات

د پولنډ د اوسني صدراعظم یوه ویاند ویلي چې دا پریکړه د اروپایي ټولنې د اتحاد په اړه پوښتنې راپورته کوي.

په همدې حال کې د جرمني صدراعظمې انګیلامېرکل تر غونډې دمخه ویلي و چې د ټوسک بیا ګمارنه به په‎دې اتحادیه کې د ثبات یوه نښه وي.

د هالنډ صدراعظم مارک روټ Mark Rutte او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ هم تردې پریکړې وړاندې ټوسک دغې مشرۍ ته یو مناسب کس بللی و.

XS
SM
MD
LG