بېګا شپه په مومند اېجسنۍ کې وسلهوالو پر درېیو پاکستاني سرحدي پوستو بريد کړى چې په نتيجه کې يې پنځه پاکستاني سرتېري وژل شوي او په ځوابي ډزو کې د لسو وسلهوالو د وژل کېدو ادعا هم شوې ده.
د يکشنبې او دوشنبې په منځنۍ شپه ناڅرګندو وسلهوالو ډيورند کرښې ته څېرمه په مومندو قبايلي سيمه کې د پاکستاني سرحدي ځواکونو پر درېیو امنيتي پوستو بريدونه کړي.
د پوځ د عامه اړيکو څانګې «اى. اس. پي. ار» په خپره کړې اعلاميه کې ويلي چې له پولې پورې غاړې راغلو وسلهوالو د شپې په تياره کې پر پاکستاني امنيتي پوستو بريدونه پيل کړل، خو وايي سرتېرو يې بريد ناکامه کړ او سمدستي يې ورباندې ډزې پيل کړې چې وايي د دواړو غاړو تر منځ نښته کې لس تنه وسلهوال او پنځه تنه پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.
د پوځ لهخوا په خپره کړې اعلاميه کې دا نهدي ويل شوي چې د بريد کوونکو وسلهوالو شمېر څومره وو او نهيې د وژل شويو وسلهوالو د هويت په اړه څه ويلي دي.
په اعلاميه کې ويل شوي چې د پاکستاني پوځ لوى درستيز جنرال قمر جاويد باجوه د ترهګرو حملې ته د خپلو سرتېرو بيړنى ځواب ستايلى او ټينګار يې کړى چې د افغانستان غاړې ته هم پر پوله د سرحدي سرتېرو شمېر زيات شي او يوې بلې غاړې ته د ترهګرو د تګ راتګ مخه ونسي.
د دې بريد مسؤليت هم لا کومې وسلهوالې ډلې نهدى منلى او نههم په پېښه کې د وژل شويو وسلهوالو د ادعا په اړه څه ويل شوي دي.
د پوځ د عامه اړيکو څانګه په داسې حال کې چې له افغانستان سره ګډه پولهيې له تېرو اتلسو ورځو راهيسې د هر ډول تګ راتګ او تجارت پر مخ تړلې، تور پورې کوي چې په مومندو کې پر امنیتي پوستو بريدګر له افغانستان ورغلي دي.
مومند اېجنسۍ د افغانستان له کونړ ولايت سره پوله لري چې په دې وروستيو کې د ترهګرۍ پېښې پهکې زياتې شوې دي.
د تېرې فبرورۍ مياشتې پر پنځلسمه نېټه هم د مومندو په مرکز غلنۍ کې يو ځان وژونکى بريد شوى وو چې د درېیو پوليسو په شمول پنځه تنه پهکې وژل شوي وو او مسؤليتيې له پاکستاني طالبانو جلا شوې ډلې جماعتالاحرار په غاړه اخيستى وو.
راپور: بارکوال مياخېل