د ننګرهار چارواکي او افغان امنیتي ارګانونه وايي، که له پاکستان سره راپورته شوې شخړه د خبرو له لارې حل نهشي نو امنیتي ځواکونه به د پاکستان د بریدونو پر وړاندې ورته اقدام وکړي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، له ډیورند کرښې سره پرتو سیمو کې کافي اندازه افغان سرحدي ځواکونه ځای پر ځای شوي او د دښمن د هر خوځښت ځوابولو ته پوره چمتو دي.
نوموړی وايي:
"هڅه مو دا ده چې ستونزه له ډیپلوماتیکو لارو حل شي. خو موږ خپلو خلکو ته دا ډاډ ورکوو چې که دوی هر څومره د ډیورند کرښې هاغاړه چمتووالی ونیسي. زموږ د منسوبینو او ولسونو احساسات او مېړانه هغه څه دي چې هم دښمن ته ماته ورکولای شو او هم له خپلې خاورې دفاع کولای شو."
عطاالله خوګیاڼي وویل، مرکزي حکومت له پاکستان سره د تازه راپورته شوې شخړې د حل په هدف په خبرو بوخت دی او د ده په قول هیله ده چې نن د تورخم لاره د خلکو پر مخ پرانیستل شي.
د ننګرهار والي، د امنیتي ځواکونو مشرانو او د ولایتي شورا غړو پرون له لعلپورې ولسوالۍ چېرته چې په څو ورځو پاکستان لسګونه راکټونه ویشتي، کتنه وکړه.
د ننګرهار چارواکي وايي، پر لعلپورې ولسوالۍ پرون هم د پاکستان له لوري د درنو وسلو ډزې شوې دي.
د پاکستان په سند ایالت کې د وروستۍ ځانوژونکې حملې راهیسې اسلاماباد نهیوازې له ډیپلوماتیک چینل پر افغانستان فشار راوستی بلکې د دې هېواد ځواکونو د ډیورند پر کرښه پر پرتو ولسوالیو پرلهپسې د راکټونو او درنو وسلو ډزې کړې دي.
په همدې حال کې د پاکستان د دې ادعاو پر وړاندې چې ګواکې د پاکستاني طالبانو مشران د افغانستان په خیتځو سیمو کې دي، په اسلاماباد کې د افغانستان سفیر د دوشنبې په ورځ پاکستاني چارواکو ته د طالبانو او وسلهوالو ډلو د ۸۵ مشرانو او د ترورېستي روزنې د ۳۲ مرکزونو لېست وسپاره چې د افغان مقاماتو په وینا د پاکستان په خاوره کې موجود دي.