د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۳

ټورنټو سټار د پاکستان تورونه پر افغانستان د فشار هڅه بللې


کاناډایي ورځپاڼې ټورنټو سټار په خپله پرونۍ ګڼه کې په سند ایالت کې له خونړۍ حملې وروسته د پاکستان تورونه او د مواصلاتي لارو بندول پر افغانستان د فشار راوستو یوه هڅه بللې.

د پنجشنبې په ورځ د سند ایالت په سېوڼ شريف سيمه کې د صوفيانو په یوه زیارت کې چاودنې ۸۸ کسان ووژل او له سلو زیات یې ټپیان کړل.

ټورنټو سټار په دې اړه په یوه مطلب کې د پاکستان د پوځ عملیات چې چارواکي وايي، په ترڅ کې یې له سلو زیات تروریستان وژل شوي دي او همدا راز له افغانستان سره د تورخم او چمن د سرحدي لارو بندول هغه اقدامات ښودلي چې د ورځپاڼې په وینا هدف یې پر کابل فشار راوړل دي.

د سند د حملې مسؤلیت له پاکستاني طالبانو څخه یوې جلا شوې ډلې جماعت الاحرار منلی.

ورځپاڼه لیکي:

اسلام‎اباد غواړي د فشار د زیاتولو په نتیجه کې کابل د هغو وسله‎والو ډلو مخه ونیسي چې د پاکستاني چارواکو په وینا پټن‎ځایونه یې په افغانستان کې دي خو په پاکستان کې فعالیت کوي.

سټار ټریبیون:

د امریکا چاپ سټار ټریبیون ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د فعالو افراطي ډلو د له منځه پر اړتیا ټینګار کړی او په یوه مفصل تحلیلي مطلب کې یې د امریکا له ولسمشر ډونالډټرمپه غوښتي دي چې په افغانستان کې غفلت ونه‎کړي.

ورځپاڼه لیکي:

د افغانستان جګړه چې دا دی شپاړلس کاله پرې اوښتي دي د امریکا له نظر او ذهنه تر ډېره لویدلې خو سټارټریبیون لیکي چې په دې اړه غفلت لوی خطر لري.

د مطلب لیکوال افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو په اړه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن وروستۍ غوښتنې ته د اشارې په ترڅ کې لیکي:

کله چې امریکايي سناتور ټام کاټن Tom Cotton پوښتنه وکړه چې که امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي ایا امریکا به د پلان شویو تروریستي حملو له ګواښ سره مخامخ شي کنه؟ نو جنرال نیکلسن په قاطعیت سره مثبت ځواب ورکړ.

سټار ټریبیون لیکي:

اسلامي دولت ډلې که څه هم د عراق او سوریې په کچه په افغانستان کې ځان ته د پښو ځای نه‎دی موندلی خو په هرحال هلته حضور لري.

ورځپاڼه د افغانستان په ختیځ کې د داعش ډلې له‎خوا د وسله‎والو د استخدام راپورونو ته اشاره کوي او لیکي چې دا ډله په لویدیځو هېوادونو کې د حملو د تنظیم لپاره تیاري نیسي.

ورځپاڼه لیکي:

په داسې حال کې چې د القاعده شبکې لیکي له منځه تللي، د داعش وسله‎وال موقع ته ګوري څو افغانستان بیا د تروریستانو د استخدام او روزنې او د تروریستي حملو د ترسره کولو په مرکز بدل شي.

ورځپاڼه د مطلب په وروستۍ برخه کې لیکي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان په اړه هېڅ هم نه‎دي ویلي. سټارټریبیون لیکي:

اوس چې افغانستان کې د جګړو د موسم- پسرلي پیل ته یوازې څو اوونۍ پاتې دي وخت په بېړه تیرېږي او د ټرمپ اداره باید د افغانستان لپاره خپل پلان ژر تر ژره چمتو کړي.

XS
SM
MD
LG