د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۷

مسوي: له اداري فساد سره مبارزه باید له لوړپوړو چارواکو پیل شي


د افغانستان د ټولنیز عدالت مدني غورځنګ له حکومته غواړي چې په فساد کې د ښکېلو لوړ پوړو چارواکو دوسیې دې وڅېړي.

د یاد غورځنګ غړي وايي، حکومت تر ډېره له فساد سره د مبارزې پر ځای د ترورېزم پر وړاندې مبارزې ته پام کړی.

د دغه غورځنګ په استازیتوب سید ناصر مسوي د جمعې په ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې له حکومته وغوښتل چې د فساد پر ضد دې پریکنده ګامونه واخلي او هغه لوړ پوړي چارواکي چې په فساد کې ښکېل دي محکمې ته وه راکاږي.

هغه وویل یوازې د یوه ټیت رتبه مامور په محکمه کولو د فساد مخنیوی نه شي کېدای.

مسوي: وویل یوازې د ټیت رتبه مامور په محکمه کولو د فساد مخنیوی نه شي کېدای.
مسوي: وویل یوازې د ټیت رتبه مامور په محکمه کولو د فساد مخنیوی نه شي کېدای.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانسان په دولتي ادارو کې هغه پراخ فساد چې موجود دی، یوازې د یوه ټیټ رتبه مامور په محکمه کېدو سره له منځه نه شي تلای، مبارزه باید له وزارتونونه پيل شي، د پارلمان غړي باید د فساد پر وړاندې مبارزه پیل کړي او د والیانو له دفترونو څخه له فساد سره مبارزه پیل شي."

د شفافیت د څاربنسټ په یوه نظر پوښتنه کې چې شااو خوا دوه میاشتې وړاندې خپره شوې موندل شوي چې اوس‎ مهال په افغانستان کې د رشوت اندازه په کال کې درې میلیاردو ډالرو ته رسېږي.

افغان حکومت له فساد سره د مبارزې لپاره شااوخوا یو کال وړاندې د اداري فساد پر ضد عدلي او قضایي مرکز جوړ کړ او دې مرکز په تېرو څو میاشتو کې د فساد په تور څو علني غونډې کړي او یو شمېر مهم کسان‌ یې محاکمه کړي دي.

هڅه مو وکړه چې د ټولنیز عدالت مدني غورځنګ د غوښتنو په اړه د اداري فساد پر ضد د عدلي او قضايي مرکز نظر راواخلو، خو بریالي نه شوو.

دا په داسې حال کې ده چې د شفافیت نړیوال سازمان په خپل یوه تازه راپور کې لیکلي چې افغانستان د نړۍ د ۱۷۶ فاسدو هېوادونو په لېست کې ۱۶۹ ځای لري.

افغانستان د نړۍ تر ټولو فاسدو درې هېوادونو له لېسته ووت

بل خوا د فساد پر وړاندې د مبارزې عالي اداره وايي چې له فساد سره مبارزه روانه ده، خو په دې برخه کې د دغې ادارې واکونه را کم شوي دي.

د دغې ادارې ویاند عبدالقهار فرخ ازادي راډيو ته وویل څه ډول چې لازمه وه یادې ادارې ته هغه ډول حقوقي صلاحیتونه نه دي ورکړل شوي.

نوموړي زیاته کړه:

"څه ډول چې د فساد پر وړاندې د مبارزې ادارې لپاره وظایف اوحقوقي صلاحیتونه لازم و هغه ورکړل شوي وای، په ډاډ سره ویلای شم چې نن به موږ په ښه وضعیت کې و او همدارنګه د فساد پر ضد د مبارزې ادارې په اړه به د خلکو او مدني ټولنو برداشت بل ډول و."

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د سفیر مرستیال جورج کنېنګهم هم څه موده وړاندې ویلي افغانستان اوس هم د فاسدو هېوادونو په لېست کې دی او اړتیا ده چې په دغه هېواد کې له فساد سره مبارزه ګړندۍ شي.

د ټولنیز عدالت مدني غورځنګ غړی احمد ذکي وايي چې د فساد له لویو دوسیو سره سلیقوي چلند کېږي چې حکومت باید ورته بشپړ پام وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG