د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

ډیپلوماټ: افغانستان کې د اداري فساد ضد مبارزه څنګه روانه ده؟


ډیپلوماټ مجله:

د ډیپلوماټ مجلې په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد د ولسمشر اشرف غني پر مبارزې او په دې برخه کې پر شتو خنډونو لیکنه کړې چې سرلیک یې دی، په افغانستان کې د اداري فساد ضد مبارزه څنګه روانه ده؟

خپرونه وايي، افغان ولسمشر غني، د اداري فساد پر ضد مبارزه د عامه تدارکاتو په سیسټم کې پر اصلاحاتو متمرکزه کړه او په دې برخه کې یې د ملي تدارکاتو کمېسیون رامنځته کړ.

د ډیپلوماټ په وینا د دې کمېسیون مشري ولسمشر غني کوي، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د مالیې، اقتصاد او عدلیې وزیران یې غړي دي چې د تدارکاتو برخه کې ټول لوی قراردادونه څېړي او تائیدوي یې.

د ډیپلوماټ د دې لیکنې په وینا، د اداري فساد پرضد د ولسمشرغني هڅې د هماغه پیل راهیسې د ځینو حکومتي چارواکو او د پارلمان د غړیو له اعتراض سره مخ شوي.

په لیکنه کې د ملي تدارکاتو په کمېسیون کې ځینو ستونزو ته اشاره شوې چې د لیکوال په وینا لنډه او اوږده موده کې ستونزې پیدا کولای شي.

لیکوال وايي، دا چې د ملي تدارکاتو کمېسیون د سترو قرادادونو د څېړنې کمېسیون دی، ولسمشر غني یې تر ډېره د قراردادونو د ترلاسه کوونکو د کار د څرنګوالي، د دوی بودجې او تخنیکې پرمختګ په اړه د غور لپاره کاروي.

د دې لیکنې د لیکوال په وینا ولسمشرغني تر ډېره د قرارادونو د ورکولو په پروسه کې له شفافیت سره لیوالتیا لري او د ملي تدارکاتو د کمېسیون د قرادادونو د څېړنې په غونډو د قراردادونو د پروژې په اړه تخنیکې بحث ته ډېر کم وخت پاتې کېږي.

د ډیپلوماټ په وینا د ملي تدارکاتو په کمېسیون کې دا ډول چلند د اداري فساد یو نوی خطر رامنځ ته کړی، چې په حکومت کې ځینې پټې شبکې د جعلې ژمنو په وړاندې کولو سره قرادادونه ترلاسه کولای شي.

په لیکنه کې ویل شوي، د قراردادونو د څار پر دې مکانېزم دوه کاله تېر شول، خو د شخړو د هواري مکانېزم او د بريښنايي تدارکاتو سټراټیژي لا هم نه ده بشپړه او د ملي تدارکاتو د کمېسیون ادارې په دې برخو کې د پام وړ پرمختګ نه‎دی کړی.

ډیپلوماټ یوه بله اندېښنه هم راخیستې او وايي، کله چې ولسمشر غني له واکه ځي، د واک د مرکزي کېدو او پر ګڼ شمېر قراردادونو د اوسني څار سیسټم ښايي د جنایتکارو د ملاتړو شبکو له اغېز او ناسمې کارونې سره مخ شي.

د ډیپلوماټ خپرونې په وینا د اشرف غني له ملاتړ پرته د تدارکاتو ملي کمېسیون ښايي دا توان ونه‎لري چې په فساد کې د ښکیلو ځواکونو د فشار او لاس وهنې په وړاندې مقاومت وکړي.

ګلف ټوډې:

ګلف ټوډې ورځپاڼې چې له متحده عربي اماراتو خپریږي، له افغانستان سره د دې هېواد د مرستو په تاریخ او څرنګوالي یوه لیکنه کړې او وايي، عربي متحده امارات د هغه لیست په سر کې دي چې د ناورینونو او بحرانونو پر مهال یې د افغانستان ملاتړ کړی، هغه که طبیعي افتونه و او که د جګړې له کبله رامنځ ته شوي ناورینونه دي.

د دې لیکنې لیکوال وايي، له ۱۹۷۰میلادي کال راهیسې متحده عربي اماراتو له افغانستان سره دوه نیم میلیارده درهمه مرسته کړې.

د لیکنې په وینا دا مرستې یا د افغانستان د ابادۍ لپاره پراختیايي مرستې وې چې د ښوونځیو، روغتونو او کورونو پر جوړولو لګیدلي، یا بشري مرستې وي چې د عربي متحده اماراتو د بشري ادارو له لارې له افت ځپلو افغانانو سره شوي دي.

لیکنه وايي، د ۲۰۰۹ میلادي کال راهیسې تر ۲۰۱۲ میلادي کال پورې عربي متحده اماراتو له افغانستان سره ۸۱ میلیونه درهمه مرسته کړې.

د ګلف ټوډې په دې لیکنه کې د عربي متحدو اماراتو د چارواکو هغه ژمنې هم راخیستل شوي چې وايي، افغانستان سره به په بېلابېلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG