د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

افغانستان د نړۍ تر ټولو فاسدو درې هېوادونو له لېسته ووت


افغانستان نور د درېیو تر ټولو فاسدو هېوادونو په کتار کې نه‌دی، د شفافیت نړیوال سازمان په خپل یوه تازه راپور کې لیکلي چې افغانستان د نړۍ د ۱۷۶ فاسدو هېوادونو څخه په ۱۶۹ کتار کې دی.

دغه سازمان د ۲۰۱۶ کال راپور خپور کړی چې وایي، افغانستان د ۱۵ امتیازونو په درلودلو سره په ۱۶۹ ردیف کې راغلی دی.

تر افغانستان وروسته لیبیا، سوډان، یمن، سوریه، شمالي کوریا، جنوبي سوډان او سومالیا د نړۍ تر ټولو فاسد هېوادونه بلل شوي دي.

د دغه سازمان د تېر کال په راپور کې افغانستان تر سومالیا او شمالي کوریا وروسته درېیم فاسد هېواد وو، خو دا ځل وتوانېد له دغه کتاره راووځي.

افغانستان د نړۍ درېیم تر ټولو فاسد هېواد بلل شوی

پوښتنه دا ده چې افغانستان څنګه وتوانېد چې د درېیو تر ټولو فاسدو هېوادونو له لیکې راووځي؟

د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري نن په کابل کې خبریالانو ته ویلي چې ولسمشر محمد اشرف غني له ژمنې سره سم د فساد په وړاندې مبارزې لپاره مېکانیزمونه جوړ کړي او د پام وړ اصلاحات‌یې راوستي دي.

چخانسوري: د فساد په وړاندې مبارزې لپاره مېکانیزمونه جوړ شوي.
چخانسوري: د فساد په وړاندې مبارزې لپاره مېکانیزمونه جوړ شوي.

نوموړي زیاته کړه:

"د ولسمشر له نظره د افغانستان د سولې موضوع د قانون په حاکمیت، د فساد په له‌منځه وړلو او د یوه عمومي حساب ورکوونکي مېکانیزم پورې تړلې ده چې له مخې یې باید ټول دولتي او غېر دولتي چارواکي ملت ته حساب ورکړي، په مختلفو برخو کې مو ګامونه اخیستي هم دي، څرنګه چې فساد یوه پراخه پدیده ده او هر اړخیزه مبارزه غواړي، نو په ځینو برخو کې ښایي وخت ونیسي، خو په بنسټیز ډول اساسي اقدامات شوي دي او نتیجه‌یې مثبته ده."

ښاغلی چخانسوري وایي، د فساد په وړاندې د مبارزې هڅې به په پوره قوت سره دوام ولري څو په افغانستان کې د فساد سطحه نوره هم راټیټه کړي.

د افغانستان حکومت له فساد سره د مبارزې په برخه کې شااوخوا یو کال وړاندې د اداري فساد په وړاندي عدلي او قضایي مرکز جوړ کړ چې په دې مرکز کې د څارنوالۍ او پولیسو ځانګړې محکمې شاملې دي.

د دغه مرکز له عمده فعالیتونو څخه دا دی چې په دې موده کې یې دوې علني جلسې ترسره کړي چې په یوې کې یو پوځي څارنوال د پنځوس زره افغانیو رشوت اخیستلو په تور محاکمه شو او په بله جلسه کې د یوه بانک کارکوونکی په دې تور چې د یوه وفات شوي کس له بانکي حساب څخه‌یې ۱۵۰ زره امریکایي ډالره ایستلي و، په لس کاله او اته میاشتي بند محکوم شو.

د شفافیت نړیوال سازمان وایي چې سیسټماتیک فساد او ټولنیزې نابرابرۍ په ټوله نړۍ کې یوبل تقویه کوي.

د دغه سازمان په راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې پاپولیست مشران یا عوام‌ګرایان چې د فساد سره د مبارزې او له‌منځه وړلو شعارونه ورکوي، ښایي دغه پدیده تقویه کړي.

په دې راپور کې ویل شوي چې له سرمایه دارۍ سره د مقابلې پر ځای اداري فساد لا پیاوړی کوي.

دغه سازمان ترکیه او هنګري د بېلګې په ډول یادوي چې په وروستیو کلونو کې یې د قدرت غوښتونکو مشرانو په درلودلو سره له فساد سره د مبارزې په برخه کې د ښه‌والي پر ځای د فاسدو هېوادونو په لېست کې مخته تللي دي.

د شفافیت نړیوال سازمان په دغه راپور کې ډنمارک، نوی زیلاند او فنلنډ په ترتیب سره تر ټولو له فساده پاک هېوادونه ګڼل شوي دي.

په انګرېزي ژبه د شفافیت نړیوال سازمان د راپور لوستلو لپاره دا لېنک کېکاږئ.

XS
SM
MD
LG