د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

ولسمشر غني: امنیتي ارګانونو کې فساد د تلفاتو زیاتېدو لامل دی


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په دفاعي او امنیتي ارګانونو کې فساد د تلفاتو د زیاتېدو باعث ګرځي چې د منلو وړ نه‌دی.

ولسمشر غني په دفاعي او امنیتي ادارو کې فساد د افغان ځواکونو د تلفاتو د زیاتېدو ستر لامل یادوي.

ښاغلي غني د دوشنبې په ورځ په کابل کې د ملي اردو د معلولینو او شهیدانو د درناوي په مناسبت یوې غونډې ته په خبرو کې ټینګار وکړ چې په یادو ارګانونو کې فساد ورته د منلو وړ نه‌دی.

نوموړي زیاته کړه:

"فساد د دې باعث ګرځي چې تلفات زیات شي او هغه فساد چې د تلفاتو د زیاتېدو لامل ګرځي ما ته اوهمدارنګه د ملي اردو سرتېرو ته د منلو وړ نه دی، په دې برخه کې د لا مثبت بدلون پلان مو چمتو کړی او ان شاءالله عملي به یې کړو."

ښاغلی غني زیاتوي که چېرې سرتېري په خپل وخت تجهیز نه‌شي، البسه، خوراکي مواد او نور اړین توکي ورته ونه‌رسېږي، نو احتمالاً د تلفاتو کچه زیاتېږي.

غني: د امنیتي ځواکونو پر وخت نه تجهیز د تلفاتو لامل ګرځي.
غني: د امنیتي ځواکونو پر وخت نه تجهیز د تلفاتو لامل ګرځي.

هڅه مو وکړه چې په روان لمریز کال کې د افغان سرتېرو د تلفاتو په اړه له اړوندو ارګانونو څخه ارقام ترلاسه کړو، خو بریالي نه‌شو.

خو د امریکا پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل شااو خوا دوه میاشتې وړاندې په کابل کې فرانس پرېس اژانس ته ویلي و چې د تېر کال په پرتله په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د افغان ځواکونو تلفات لوړ شوي دي.

فرانس پرېس لیکلي و په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د افغانستان ملي اردو او پولیسو په جګړه کې لږ تر لږه ۲۰ زره تلفات درلودل چې ۵۰۰۰ تنه وژل شوي او ۱۵ زره تنه زخمیان وو.

د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د ملي وحدت حکومت مشرانو پياوړې اراده په امنیتي او دفاعي ارګانونو کې د فساد کچه راکمولی شي.

د دغو کارپوهانو له ډلې باري عارض ازادي راډيو ته وویل په امنیتي، کشفي او دفاعي ارګانونو کې باید د مسلک او ظرفیت له پلوه کسان پر دندو وګمارل شي، نه د ونډې په اساس.

عارض:باید د مسلک او ظرفیت له مخې کسان په دندو وګمارل شي.
عارض:باید د مسلک او ظرفیت له مخې کسان په دندو وګمارل شي.

نوموړي زیاته کړه:

"په لومړي سر کې د فساد د مخنیوي لپاره باید په حکومت کې یوه پياوړې اداره رامنځته شي، په درې واړو امنیتي، استخباراتي او دفاعي ارګانونو کې باظرفیته او مسلکي کدرونه ځای پر ځای شي، په یادو ارګانونو کې لوړ پوستونه ونه‌وېشل شي، بلکې په‌کې مسلکي ظرفیت رامنځته شي."

نوموړی زیاتوي د درې واړو ارګانونو تر منځ منظمه همغږي، د خیالي سرتېرو پر ځای د نویو سرتېرو پر دندو ګمارل، د سرتېرو تجهیز او هغوی ته پر خپل وخت د خوراکي موادو رسول د تلفاتو له مخنیوي سره زیاته مرسته کولای شي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG