د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

رادمنش: تر ۲۰۲۰ کال د افغان ځواکونو ټولې اړتیاوې پوره کېږي


د افغانستان د دفاع وزارت وايي، افغان پوځیان لا هم د تهاجمي عملیاتو، لوژستیک او هوايي ملاتړ په برخه کې نیمګړتیاوې او اړتیاوې لري.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش د امریکايي چارواکو دا خبره تائیدوي چې تهاجمي او د لوژستیک په برخه کې افغان ځواکونه لا هم د متحدانو همکارۍ ته اړتیا لري.

جنرال محمد رادمنش تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، د دفاع وزارت قطعات اتیا په سلو کې اکمال شوي او نړیوالو متحدانو ژمنه کړې چې تر ۲۰۲۰ میلادي کال به د افغان ځواکونو ټولې اړتیاوې پوره کړي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش
د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش

ښاغلي رادمنش زیاته کړه:

"موږ خپل وړاندیزونه د اکمالاتو په خاطر خپل هغه دوستانو ته چې په افغانستان کې موږ سره همکاري کوي وړاندې کړي او دوی موږ سره ژمنه کړې چې تر ۲۰۲۰ پورې زموږ قطعات هوايي، انجنیري او استخباراتي ټکنالوژي ځواکمنېږي."

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند دا څرګندونې د متحده‎ ایالاتو کانګرس ته د دغه هېواد د دفاع وزارت یا پنټاګون د تازه راپور په باب وکړې.

پنټاګون کانګرس ته په خپل تازه راپور کې د افغان ځواکونو پرمختګونه او لاسته راوړنې ستایلي خو دا يې هم ویلي چې دا ځواکونه د تهاجمي، تصفیوي او لوژستیکي عملیاتو لپاره محدوده توانمندي او ځینې نیمګړتیاوې لري.

د امریکا د دفاع وزارت په راپور کې چې سټارس اېنډ سټرایپس پوځي ورځپاڼې پرون خپور کړی د افغان امنیتي ځواکونو په ادارو او مدیریت کې د نیمګړتیاوو او مالي او اداري فساد یادونه هم شوې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د فساد پر ضد يې تر ډېره برېده مبارزه کړې خو دا ستونزه بیا هم موجوده او د له‎منځه وړلو لپاره‌يې کار روان دی.

خو د پوځي چارو کارپوه متقاعد جنرال عتیق‌الله امرخېل ازادي راډیو سره په خبرو کې په ملي امنیتي ځواکونو کې د ستونزو اصلي علت د غیر مسلکي اشخاصو لاسوهنه او نیمګړی مدیریت یاد کړ.

د پوځي چارو کارپوه متقاعد جنرال عتیق الله امرخېل
د پوځي چارو کارپوه متقاعد جنرال عتیق الله امرخېل

ښاغلي امرخېل زیاته کړه:

"لومړی هغه څه چې ما دولت ته وړاندیز کړی، دا دی چې پولیس، اردو او امنیت له لاسوهنو پاک وساتئ، هغه قوانین چې ضرورت دي په هغه عمل وکړئ دا اردو به ډېره یوه قوي‌ترینه اردو شي."

د متحده ایالاتو دفاع وزارت په خپل تازه راپور کې د افغان ځانګړو ځواکونو ستاینه هم کړې او هغه‌يې د سیمې په سطحه یو له غوره سپېشل فورس یا خاصو ځواکونو بللی دی.

پنټاګون وايي، د افغان ځانګړو ځواکونو اغېزمنتیا ته په پام سره له دې سرتېرو په عادي جګړو کې هم زیاته ګټه اخیستل کېږي چې دا کار د دې ځواک پر چمتووالي منفي تأثیر کوي.

پنټاګون دا هم ویلي چې طالبانو د تېر بل هر وخت په مقایسه په دې وروستیو کې د خپلو وسله‎والو فعالیتونو لمن غځولې ده.

XS
SM
MD
LG