د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۷

پنټاګون: افغان ځواکونه لاهم د نړیوال ائتلاف ملاتړ ته اړتیا لري


پنټاګون په یو تازه راپور کې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د افغان امنیتي ځواکونو بریاوې ستایلي دي خو ټینګار یې کړی چې دا ځواکونه لاهم د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف ملاتړ ته اړتیا لري.

دا راپور چې د جمعې په ورځ خپور شوی وايي، افغان امنیتي ځواکونه په ټول هېواد کې خواره دي او د ظرفیتونو د خالیګاوو او کمبودیو د ډکولو برخه کې لا هم د امریکايي او ائتلافي ځواکونو ملاتړ ته اړتیا لري.

پنټاګون په یو تازه راپور کې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د افغان امنیتي ځواکونو بریاوې ستایلي
پنټاګون په یو تازه راپور کې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د افغان امنیتي ځواکونو بریاوې ستایلي

د پنټاګون راپور وايي، ۲۰۱۶ میلادي کال کې چې د افغان امنیتي ځواکونو لپاره د امنیت د بشپړ مسؤلیت د پر غاړه اخېستو دویم کال و، دې ځواکونو هیله بخښونکی خو غېرې متداوم پرمختګ ښودلی دی.

د امریکا د دفاع وزارت همدارنګه زیاته کړې چې افغان ځواکونه په تېرکال کې وتوانېدل چې د طالبانو د سټراټیژیکو بریاوو مخه ونیسي.

خو پر دې سربېره د امریکا د دفاع وزارت په راپور کې یادونه کوي "اداري فساد او محدود لوژیسټیک" د افغان امنیتي ځواکونو د هغې وړتیا مخه نیولې چې د افغانستان بېلابېلو برخو کې د مخالفو وسله‎والو اغېز راکم کړي او دوامداره بریاووې وساتي.

په داسې حال کې چې د شفافیت د نړیوال سازمان د راپورونو له مخې افغانستان د نړۍ د درې هغو هېوادونو څخه دی چې اداري فساد په کې تر نورو زیات دی، د دې هېواد امنیتي او دفاعي ادارې هم له دې ستونزې خالي نه دي.

تر دې څو ورځې مخکې افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو امریکايي قومندان جنرال جان نیکلسن هم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په اړوند ادارو کې د اداري فساد مسئلې ته ګوته نیولې وه.

د افغانستان د دفاع وزارت دا ستونزه نه ردوي، خو ټینګار کوي چې دوی هڅه کوي د امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکي له فساد پاکې کړي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش
د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش د جنرال نیکلسن د څرګندونو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"موږ د جنرال جان نیکلسن خبرې نه ردوو. خو موږ د فساد د له منځه وړلو په چاره کې ډېر ښه پرمختګونه کړي دي."

د افغانستان ملي اردو هغه ځواک دی چې ویل کېږي د نورو امنیتي ادارو لکه ملي او سیمه ییزو پولیسو په مقایسه په کې اداري فساد کم دی.

د یادونې وړ ده چې دا مهال په افغانستان کې لس زره امریکايي سرتېري دي او د جنورۍ په میاشت کې به یې شمېر ۸۴۰۰ ته راکم شي.

هغوی چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ادارو وضعیت څاري، سپارښتنه کوي چې که افغان حکومت په دې ادارو کې د فساد پرضد جدي او پریکنده اقدامات ونه کړي، د حکومت د وسله والو مخالفینو پر ضد به مقابله ورته ستونزمنه وي.

XS
SM
MD
LG