د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۱

ولسي جرګه: د ناټو مرستو جلبولو ته دې ادارو کې ژور اصلاحات راشي


د ولسي جرګې دفاعي کمېسیون ټینګار کوي چې افغان حکومت باید د اصلاحاتو لپاره له نړیوالو سره پر خپلو کړو ژمنو په بشپړ ډول عمل وکړي.

د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون غړي صالح محمد صالح د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په تېرو دوو کلونو کې د ملي یووالي حکومت د اصلاحاتو لپاره یوازې نمایشي کارونه کړي او څرنګه چې د افغان ملت او نړیوالو تمه وه د اصلاحاتو او فساد سره د مبارزې برخه کې کار نه‎دی شوی.

ښاغلی صالح وايي، د موازي بنسټونو جوړول خپله فساد ته زمینه برابروي او د اصلاحاتو مخه نیسي.

صالح وايي، د موازي بنسټونو جوړول خپله فساد ته زمینه برابروي او د اصلاحاتو مخه نیسي.
صالح وايي، د موازي بنسټونو جوړول خپله فساد ته زمینه برابروي او د اصلاحاتو مخه نیسي.

نوموړی وايي:

"متأسفانه په تېرو ۱۵ کلونو کې کومې مرستې چې بهرنیو هېوادونو په ځانګړي ډول ناټو له افغانستان سره کړي په سمه توګه نه‌دي مصرف شوي، څرنګه چې لازمه ده فساد تر اوسه له‎منځه نه‌ده تللی خو هیله لرو چې د شعار پر ځای عملي ګامونه واخلي او نه‌یوازې نړیوالو بلکې د افغانستان ملت ته هم قناعت ورکړي. ښه خبره دا ده چې د اصلاحاتو لپاره باید قانون پلی شي."

د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په اړه بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې هم د افغانستان په ادارو کې د اصلاحاتو پر راوستلو ټینګار شوی.

په دغې ناسته کې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې په افغانستان کې د اصلاحاتو راوستل نه‌یوازې د افغان حکومت لپاره بلکې د هغو هېوادونو لپاره هم مهم دي چې د قاطع مأموریت په چوکاټ کې له دغه هېواد سره مرستې کوي.

له دې مخکې د اکټوبر میاشتې په څلورمه او پنځمه نېټه د بروکسل ناسته کې شاوخوا ۷۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو تر راتلونکو څلورو کلونو پورې د ۱۵ اعشاریه ۲ میلیارده ډالرو د مرستې ژمنه کړې خو دغه مرستې یې پر یو شمېر غوښتنو مشروطې کړې دي.

له فساد سره مبارزه، په عدلي او قضايي بنسټونو کې اصلاحات، د بشري حقونو خوندیتوب په انتخاباتي برخه کې هر اړخیز اصلاحات، د ښځو د حقونو خوندیتوب، ښه حکومتوالي، د قانون حاکمیت او ځینې نورې هغه غوښتنې دي چې نړیواله ټولنه‌یې له افغانستان سره د مرستو په بدل کې د پوره کېدو تمه لري.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن هم په دفاعي بنسټونو کې د فساد له موجودیته اندېښنه ښودلې وه او ویلي و چې د افغانستان د دفاع وزارت په اکمالاتي سیسټم کې فساد او غفلت د دې سبب شوی چې پوځي اډو کې افغان سرتېرو ته اوبه، غذا او جنګي تجهیزات ونه‌رسېږي.

پوځي کارپوه عتیق‌الله امرخېل بیا افغان حکومت د اصلاحاتو په راوستلو کې ناتوان بولي او په امنیتي بنسټونو کې د پراخ فساد له شته‌والي اندېښنه ښیي.

پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل
پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل

نوموړی وايي:

"ناټو په دې پوهېږي خو دې لپاره چې خپلو خلکو ته قناعت ورکړي چې ګواکې دلته به اصلاحات راځي، اداري فساد به ورکېږي، رشوت به له‎منځه ځي او کار اهل ته‌یې سپارل کېږي دا هر څه فورمولي خبرې دي رښتیا خو دا ده چې اصلاحات د دې حکومت له لوري ناممکنه دي."

خو له دې ټولو سره-سره افغان حکومت بیا وايي چې له افغان ملت او نړیوالو سره پر خپلو کړو ژمنو ولاړ دی او د عملي کولو لپاره‌یې د پام وړ اقدامات هم شوي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه‎پال
د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه‎پال

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال ازادي راډیو ته وویل:

"افغان حکومت له نړیوالې ټولنې سره د ژمنو پر اساس په مختلفو برخو کې اصلاحات راوستلي او دغه لړۍ لا هم دوام لري، عدلي او قضايي بنسټونو کې په بشپړ ډول اصلاحات پلي شوي، د وزارتونو ټول قرادادونه د ملي تدارکاتو د ادارې له لارې په شفافه توګه ترسره کېږي، په دفاع وزارت کې اصلاحات پلي شوي او په نورو ادارو کې د اصلاحاتو د راوستلو لپاره حکومت ژمن دی او دا لړۍ دوام لري."

د حکومت د مشرانو تر منځ اختلافات بله هغه ستونزه ده چې په افغانستان کې یې د اصلاحاتو مخه نیولې.

د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر فوق‌العاده استازي ویلي چې د سیاسي فساد له مهارولو پرته په افغانستان کې اصلاحات ناممکن دي.

د ولسي جرګې دفاعي کمېسیون وايي، که چېرې افغان حکومت قانون پر ټولو یو ډول پلی کړي او د زورواکي مخه ونیسي اصلاحاتو ته به لاره هواره شي.

راپور: عبادالله حنان‌زی

XS
SM
MD
LG