د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

ایا افغانستان په ۲۰۱۶ کال کې د نړیوالو مرستو جلبولو کې بریالی و؟


د نړيوالو اړیکو يو شمېر کارپوهان په دې اند دي چې په ۲۰۱۶ ميلادي کال کې افغان حکومت په نړیوالو ناستو کې په ګډون سره توانېدلی چې د نړیوالې ټولنې مالي ملاتړ خپل کړي.

افغانستان له اوږدې مودې راهیسې په دې هڅه کې دی چې د مهمو نړیوالو ناستو له لارې کورنۍ او د سیمې او نړۍ په کچه خپلې ستونزې تر نړیوالو ورسوي.

د نړېوالو اړیکو کارپوهان وايي، د ملي وحدت حکومت په ۲۰۱۶ میلادي کال کې توانېدلی چې په لازمه توګه دغه هدف ته ځان ورسوي او د افغانستان په نسبت د نړیوالې ټولنې هر اړخیز ملاتړ ترلاسه کړي.

دغه کارپوهان وايي، د ملي وحدت حکومت دا ځل څو قدمه وړاندې لاړ او د يو جنګ ځپلي هېواد په توګه‌يې د افغانانو امنیتي او اقتصادي ستونزې په مستقیم ډول تر نړيوالو ورسولې.

د نړیوالو اړیکو د کارپوهانو له ډلې انتظار خادم ازادي راډیو سره په خبرو کې د وارسا او بروکسل ناستو ته په اشارې سره وویل چې د ملي وحدت حکومت مشرانو ګډون په دغو ناستو کې بریالی و.

خو نوموړي په ټنیګار سره وویل چې حکومت باید د نړيوالو مرستو د لګولو په برخه کې باید پر خپلې تګلارې له سره غوره وکړي.

انتظار: حکومت په نړيواله ډيپلوماسۍ کې کامیاب و.
انتظار: حکومت په نړيواله ډيپلوماسۍ کې کامیاب و.

نوموړي زیاته کړه:

"په نړيواله ډيپلوماسۍ کې کامیاب و، د نړيوالو باور يې پر ځان باندې پیدا کړی، خو په کور دننه چې کوم مېکانیزم جوړ دی که پر هغه له سره غور ونه‌شي، فکر نه‌کوم چې دغه مرستې دې په مؤثر ډول ولګول شي."

لکه څنګه چې اټکل کېده افغانستان وتوانېد چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د نړیوالي ټولنې لازم ملاتړ ترلاسه کړي او د بروکسل په ناسته کې افغانستان سره د پنځلس اعشاريه دوو میلیاردو ډالرو د مرستې ژمنه وشوه.

بروکسل کې افغانستان سره ګڼې ژمنې وشوې.
بروکسل کې افغانستان سره ګڼې ژمنې وشوې.

همدارنګه د وارسا په ناسته کې هم تر ۲۰۲۰ ميلادي کاله پورې افغانستان سره د نېږدې پنځلس میلیاردو ډالرو مرستې ژمنه وشوه.

ټاکل شوې چې دغه پیسې به د بنسټیزو پروژو، ښې حکومتوالۍ، د امنیتي ځواکونو پر پياوړتیا او يو شمېر نورو پروژو کې ولګول شي.

د ولسي جرګې يو شمېر غړي بیا د دغو مرستو په ښه شان لګولو او د پرژو په شفافیت ټینګار کوي.

د دغې جرګې دوهم مرستیال نعمت‌الله غفاري ازادي راډیو ته وویل، که دولت وتوانېږي چې دغه مرستې په سمه توګه ولګوي نو د خلکو پر ژوند به مثبت اغېز ولري.

نعمت الله غفاري
نعمت الله غفاري

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ د حکومت مشرانو په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په ډېرو مهمو نړيوالو ناستو کې ګډون وکړ او لږ تر لږه‌يې وشو کولای چې د نړيوالو پام افغانستان ته واړوي او هغوی ته قناعت ورکړي، دغه مرحله زه يو بریالی ګام ګڼم، زه هیله‌من یم چې زموږ حکومت په دوهمه مرحله کې وکړای شي چې دغه مرستې په سمه توګه ولګوي."

د افغانستان حکومت د نړيوالې ټولنې د مرستو بدل کې د لازمو اصلاحاتو د راوستو ژمنه کړې او ویلي دي چې د اداري فساد سره به مبارزه کوي، د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره به د شفافې حساب ورکونې پر لارو چارو جدي کار کوي.

ولسمشر اشرف غني د بروکسل او وارسا د ناستو له ترسره کېدو وروسته د شفافې حساب ورکونې ژمنه وکړه او ویې‌ویل چې د دغو ژمنو عملي کول نړيوالې ټولنې پورې نه بلکې د افغانستان حکومت پورې اړه لري.

د افغانستان د ماليې وزیر وايي، د نړيوالې ټولنې د مرستو لګولو لپاره‌يې ځانګړې تګلارې او پروګرامونه تر لاس لاندې نيولي.

حکیمي: د نړيوالې ټولنې د مرستو لګولو لپاره پروګرامونه تر لاس لاندې دي.
حکیمي: د نړيوالې ټولنې د مرستو لګولو لپاره پروګرامونه تر لاس لاندې دي.

ښاغلي اکلیل حکیمي د ولسي جرګې په استماعیه غونډه کې داسې وویل:

"پرېکړه وشوه چې هره اوونۍ به يوه کاري ډله د بروکسل په غونډه کې چې موږ کومې ژمنې کړي پرې کار کوي، همدارنګه د وارسا په ناسته کې چې د نېږدې پنځلس میلیارده ډالرو د مرستې ژمنه وشوه د دغو مرستو د پلي کولو لپاره يو ځانګړی میکانیزم جوړ شوی او په دې برخه کې د مالیې وزارت او دغو هېوادونو د سفیرانو له‌خوا په ګډه کار کېږي."

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې تېر کال د دوی لپاره بریالی کال و.

د دغه وزارت مرستیال نصیر اندېشه د ولسي جرګې په استماعیه غونډه کې وویل چې په دغي موده کې دوی ۴۱ پلانونه د ۱۷ اهدافو لپاره طرح کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د بهرنیو چارو وزارت په ۱۳۹۵ کال کې ۴۱ پلانونه د ۱۷ اهدافو لپاره طرح او پلان کړل، له دغې ډلې د اروپايي اتحادیې او کروشیا سره د ستراتیژیکو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیکول، د اسیا زړه کنفرانس، د تماس نړېوالې ډلې ناستو ترسره کول او د اسلامي هېوادونو په کنفرانس کې ګډون‌يې مهمې بېلګې دي."

سره له دې چې د ملي وحدت حکومت د خپلو ژمنو د عملي کېدو لپاره يو لړ ګامونه پورته کړي، خو يو شمېر کارپوهان وايي چې د حکومت له‌خوا د نړيوالې ټولنې سره شوې ژمنې په پوره توګه نه‌دي عملي شوي.

د دوی په وینا په تېره يوه لسیزه کې د نړيوالې ټولنې د میلیاردونه ډالرو مرستو سره-سره لا هم په هېواد کې د اداري فساد او مخدره موادو سره د مبارزې لپاره کومه ځانګړې اغېزناکه ستراتيژي نه‌لېدل کېږي.

افغانستان د اداري فساد له پلوه د نړۍ تر ټولو ستر فاسد هېواد وګڼل شو او د کوکنارو د کښت او مخدره موادو د تولید له پلوه د نړۍ د هېوادونو په ډله کې لومړی ځای لري.

د عامه اړیکو متخصصې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پلاوي د دفتر پخوانۍ ویاندې نیلاب مبارز ازادي راډیو ته وویل، تر هغې چې په افغانستان کې له اداري فساد سره جدي مبارزه ونه‌شي دغه مرستې به کوم خاص ځای ونه‌نیسي.

مبارز: دلته تر ټولو مهمه مسئله د فساد ده.
مبارز: دلته تر ټولو مهمه مسئله د فساد ده.

نوموړي زیاته کړه:

"دلته تر ټولو مهمه مسئله د فساد ده، له بده مرغه چې لا هم په افغانستان کې اداري فساد په پراخه کچه وجود لري، پرته د فساد له کنټرول او د پایلو د ښودلو به د نړيوالې ټولنې زړه سوړ شي او خلک به هم خپل اعتماد له لاسه ورکړي."

خو له دې ټولو سره-سره نړيوالې ټولنې د خپل ملاتړ او نویو مالي مرستو سره د ملي وحدت حکومت مشرانو ته دا زمینه برابره کړه چې د هېواد روان حالت ته بدلون ورکړي.

بل‌پلو يو شمېر مدني فعالان وايي چې د نړيوالې ټولنې د ژمنو تعقیب او سمه څارنه کولای شي د پام وړ پایلې ولري.

يو له دغو مدني فعالانو او د ښځو شبکې د مدیره پلاوي رئیسې سمیرا حمیدي په دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

"پخواني کنفرانسونه چې د افغانستان په اړه و، په هغه کې شوې ژمنې په کمه توګه عملي شوي، د هغه څه په اړه چې نړيوالې ټولنې د بروکسل کنفرانس څخه وړاندې پرې ټینګار درلود هغه د شویو ژمنو عملي کېدل دي او دا هغه غوښتنه وه چې دولت د يو تعقیبي پلان لرلو ته اړ باسي."

بل‌خوا يو شمېر حقوقي کارپوهان وايي چې د افغانستان حکومت او نړيوالې ټولنې تر منځ د همکاریو يوه ښه فضا رامنځته شوې.

استاد طاهر هاشمي
استاد طاهر هاشمي

له دغو کارپوهانو څخه طاهر هاشمي ازادي راډيو ته وویل،د نړیوالې ټولنې د لا ډېر اعتماد ترلاسو کولو لپاره اړتیا لېدل کېږي چې د افغانستان حکومت د نړیوالې ټولنې په وړاندې خپلې کړې ژمنې په عمل کې ثابتې کړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG