د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

نېکلسن: طالبان د افغانستان تر ۱۰ سلنه په لږه خاوره واک لري


په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې ناټو او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت چارواکو له افغان حکومته وغوښتل چې له اداري فساد سره مبارزه وکړي، د بشري حقونو برخه کې هڅې زیاتې کړي او د دولت مخالف وسله‎والو سره د سولې خبرې مخته یوسي.

په ځواب کې یې ناټو له افغانستان سره ژمنه وکړه چې د ۲۰۲۰ میلادي کال تر پایه به له افغان ځواکونو سره مرستې دوام وکړي.

د غونډې پای کې د غوڅ ملاتړ مأموریت قوماندان د افغان ځواکونو د پرمختیا او د هغوی مخې ته د پرتو خنډونو په اړه خبرې وکړې.

افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان په دې باور دی چې افغان ځواکونو دا توان پیدا کړی دی چې په راتلونکي کې د افغانستان امنیت ټینګ کړي.

امریکایي جنرال جان نېکلسن
امریکایي جنرال جان نېکلسن

څلور ستوري امریکایي جنرال جان نېکلسن بروکسل کې د ناټو بهرنیو چارو د وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې تېر ماښام ازادي راډیو ته په ځانګړې مرکه کې وویل:

"د ډېر سخت کال سربېره موږ وینو چې طالبان ونه‌توانېدل چې د افغانستان یو ښار هم ونیسي او دا ځکه چې افغان ځواکونو دا ښارونه وساتل. د دې کال په وروستیو کې چې ټول افغانستان ته ځیر شو له درېیو دوه برخې ولس په هغو سیمو کې اوسي چې د حکومت تر واک لاندې دي. نو زموږ ارزونه دا ده چې طالبان د افغانستان تر ۱۰ سلنه په لږه خاوره واک لري."

ناټو وایي چې روان کال طالبانو اته ځله هڅې وکړې چې د افغانستان ښارونه ونیسي خو ونه‌توانېدل چې یو ښار هم لاندې کړي.

جنرال نېکلسن وایي چې د وروستیو نظر پوښتنو له مخې له څلورو درې برخې افغانان پر امنیتي ځواکونو اعتماد لري.

نوموړی وايي:

"باید ووایم چې د افغان امنیتي ځواکونو پرمختګ او زیاتوالی یو فوق‌العاده کار دی چې باید ولیدل شي. زه چې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۶ میلادي کال کې افغانستان ته راغلم د اردو په چوکاټ کې یوازې ۳۰ زره سرتېري وو او پولیسو هم روزنه نه‌وه ترلاسه کړې ځینې موضوعات ښايي شته چې باید کار پرې وشي چې ټول پوځونه‌يې کوي. په حقیقت کې د دې سرتېرو شمېر په چټکۍ سره زیات شوی دی. زما لپاره د خوښۍ ځای دی چې د دې سرتېرو تر څنګ خدمت کوم او شخصاً د افغان سرتېرو او پولیسو پرمختګ او شایستګي وینم."

د ناټو غوڅ ملاتړ مأموریت قوماندان سربېره پر دې چې روان کال د امنیت له پلوه د افغانستان لپاره سخت کال ګڼي خو دی وایي چې مخالفو وسله‎والو ته سخت تلفات اوښتي دي.

جنرال نېکلسن وویل چې په ۲۰۱۶ میلادي کال مو پر مخالفینو ۳۵۰ حملې کړې دي چې د القاعده شاوخوا ۵۰ مشران او د داعش هم ۱۲ مشران وژل شوي دي.

د دغه امریکایي قوماندان په وینا په تېرو نهو میاشتو کې په افغانستان کې د نهو ترورېستي ډلو مشران له‌منځه تللي دي.

ده بیا د وژل شویو مشرانو په لړ کې د ملا اختر محمد منصور، حافظ سعید او فاروق‌القحطاني القطري​ په ګډون یو شمېر کسانو ته اشاره وکړه، د ده په وینا په افغانستان او پاکستان کې ۲۰ ترورېستي ډلې فعالیت کوي.

نوموړی وايي:

"زه نه‌شم کولای د امریکا د نوي ادارې په استازیتوب خبرې وکړم. ما واشنګټن کې له اوسنیو چارواکو سره خبرې درلودې او هغوی به نوي ادارې ته د ترورېزم ضد مبارزې د پالېسۍ دوام پیشنهاد کړي. ولې دا کار کوي؟ د دې لپاره چې زه وینم د نړۍ له ۹۸ ترورېست پېژندل شویو سازمانونو څخه‌يې ۲۰ دا مهال په افغانستان او پاکستان کې فعالیت کوي. موږ هم د ۳۹ هېوادونو ائتلاف لرو چې د نړۍ د یو پر څلورمې برخې استازیتوب کوي. دا د امریکا لپاره ډیره مهمه ده او فکر کوم چې د ترورېزم ضد مبارزې د اوسنۍ پالېسۍ د دوام لپاره به یو قوي پیشنهاد ولرو. زه په دې باور یم چې د دې پالېسۍ دوام د امریکا د ګټو لپاره حیاتي دی."

جنرال نېکلسن د افغان هوایي ځواکونو پرمختګ ته هم اشاره وکړه او ویې‌ویل چې روان کال د لومړي ځل لپاره افغان پیلوټ د افغانستان په جنګي الوتکه کې الوتنه وکړه.

دغه امریکایي قوماندان وویل چې د افغان ځانګړو ځواکونو شمېر ۱۷ زرو ته لوړ شوی او دوی په سیمه کې بې‌ساري دي.

د غوڅ ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان که یو لور ته د افغان ځواکونو پرمختګ وستایه بل لور ته‌یې وویل چې لا هم ډېر څه باید وشي څو افغان ځواکونه پیاوړي شي.

جنرال نېکلسن بیا وویل چې د یوې نوې ستراتیژۍ له مخې چې د افغانستان د ملي وحدت حکومت مشرانو موافقه هم شته، له امنیتي ځواکونو او پولیسو څخه به په فساد ککړ او بې‌کفایته کسان تر پسرلي پورې له دندو لیرې شي.

XS
SM
MD
LG