د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۰

سټولټنبرګ: افغانستان د کرکېچن حالت لرلو سره مېړانه ځواکونه لري


د افغانستان په اړه د بلجیم مرکز بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه په سیمه‌ییز وخت ماسپښین ناوخته پیلېږي.

خو د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د بروکسل په وخت د سهار شاوخوا ۱۱ بجې خبرې وکړې او د افغانستان د امنیتي ځواکونو د مېړانې ستاینه‌یې وکړه.

ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړه:

"په افغانستان کې امنیتي وضعیت کړکېچن دی. خو افغان ځواکونه په مېړانې او حرفه‎اي ډول ځواب ورکوي. ناټو او نړیوال شریکان به‌یې له دوی سره خپلې سیاسي، عملي او مالي مرستو ته دوام ورکړي. د دې په وړاندې د افغانستان حکومت د ښې حکومتوالۍ او د اصلاحاتو د زیاتېدو ژمنه کړې ده. نن موږ دغه متقابلې ژمنې ارزوو."

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې نن د هغو هېوادو استازو هم برخه اخیستې چې د قاطع ملاټړ مأموریت کې پوځیان لري.
د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې نن د هغو هېوادو استازو هم برخه اخیستې چې د قاطع ملاټړ مأموریت کې پوځیان لري.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې نن د هغو هېوادونو استازو هم برخه اخیستې ده چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې پوځیان لري او د ناټو غړي نه‎دي.

د ناټو په مرکز کې په نننۍ غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن او په افغانستان کې د ناټو جګپوړي ملکي استازی اسماعیل اراماز د افغانستان په اړه بحث کوي.

تمه ده چې غونډې ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني وینا وکړي.

د ناټو عمومي منشي انتظار دی چې په افغانستان کې به د اصلاحاتو برخه کې یو راپور په نننۍ غونډه کې ترلاسه کړي.

د ناټو عمومي منشي وویل چې دا اصلاحات د افغانستان د اوږدمهاله ثبات او سوکالۍ لپاره ضروري دي.

سټولټنبرګ زیاته کړه چې په نننۍ غونډه کې به ناټو او شریکان‌یې له افغانستان سره د ناټو ژمنې نوې کړي.

د ناټو عمومي منشي په پولنډ کې د ناټو د مشرانو د غونډې ژمنو ته اشاره کوله.

د ناټو مشرانو د جولای په اتمه او نهمه په وارسا کې ژمنه کړې وه چې د غوڅ ملاتړ مأموریت به تر ۲۰۱۶ کال وروسته ادامه پیدا کړي.

له افغان ځواکونو سره به د ۲۰۲۰ میلادي کال تر پایه مرستې وکړي او د افغانستان له حکومت سره به اوږدمهاله مشارکت ولري.

ناټو به له افغان ځواکونو سره د ۲۰۲۰ میلادي کال تر پایه مرستې وکړي.
ناټو به له افغان ځواکونو سره د ۲۰۲۰ میلادي کال تر پایه مرستې وکړي.

د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې افغانستان د یاغیانو له بریدونو سره د ژمي په درشل کې هم مخامخ دی، خو د ناټو عمومي منشي وویل، که شخړې دوام وکړي، ناټو به افغانستان یوازې پرې نه‎ږدي.

XS
SM
MD
LG