د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

ناټو د افغانستان امنیت برخه کې پر خپلو ژمنو ټینګار وکړ


د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه په بروکسل کې پيل شوه.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران د ناټو مرکز کې راغونډ شوي دي چې د اجنډا یوه مهمه مسئله‌یې افغانستان ده.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ نن د بروکسل په وخت تر غرمې لږ مخکې له افغانستان سره د ناټو د ژمنو د دوام خبره وکړه او ویې‌ویل:

"موږ د افغانستان د امنیت برخه کې یو ځل بیا پر خپلې ټینګې ژمنې ټینګار کوو. موږ به د افغانستان د حکومت د اصلاحاتو په برخه کې نوي معلومات ترلاسه کړو. دا د افغانستان د اوږدمهاله ثبات او سوکالۍ لپاره ضروري دي."

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

نړیواله ټولنه له افغان حکومته د مرستو بدل کې غواړي چې یو لړ اصلاحات رامنځته کړي چې په دغو کې له اداري فساد سره جدي مبارزه او د بشري حقونو رعایت په تېره له ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوي برخه کې جدي هلې ځلې شاملې دي.

د ناټو مشرانو روان کال د جولای په اتمه او نهمه د پولنډ مرکز وارسا کې ژمنه وکړه چې د افغان ځواکونو ملاتړ ته به د ۲۰۲۰ میلادي کال تر پایه دوام ورکړي.

په افغانستان کې د ناټو د ملکي چارو د دفتر ویاندې مارین اوبراین ازادي راډيو ته وویل چې د ناتو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې به د چهارشنبې په ورځ د وارسا د غونډې ژمنې تجدید شي.

نوموړې وویل:

"دا ناسته د ناټو شریکانو او متحدانو ته د ملي وحدت له حکومت سره یوځای په پولنډ کې له افغانستان سره د شویو ژمنو تجدید ته لار هواروي."

د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې نن سې شنبه تر ډېره د اوکراین، له اروپایي ټولنې سره د ناټو د اړیکو او د اروپا په جنوب او ختیځ کې د ناټو د پراختیا موضوعات څېړل کېږي.

د چهارشنبې د ورځې په غونډه کې د ناټو د ۲۸ غړو هېوادونو تر څنګ د هغو هېوادونو استازي برخه اخلي چې د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې ځواکونه لري.

د غوڅ ملاتړ مأموریت د ۲۰۱۵ میلادي کال د جنورۍ میاشت کې د افغان ځواکونو د روزنې، هغوی ته د سلا مشورې ورکولو او له هغوی سره د مرستې په هدف پیل شو.

د اوس لپاره نېږدې ۱۳ زره نړیوال ځواکونه د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې فعالیت کوي.

د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه په داسې وخت کې جوړېږي چې سږ کال د ژمي په درشل کې هم په افغانستان کې یاغیان فعاله دي.

د داعش هلو ځلو هم د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې اندېښنې زیاتې کړي دي.

خو د دې سربېره د ناټو عمومي منشي نن یو ځل بیا ښکاره پیغام ورکړ چې ناټو په افغانستان کې پر خپلو ژمنو ولاړه ده.

ینس سټولټنبرګ د غونډې د پرانیستو پر مهال په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې دا دوه ورځنۍ غونډه به د افغانستان په اړه پر بحث پای ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG