د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

ناټو: افغانستان لپاره له سیاسي حل‎لارې پرته بل انتخاب نه‌شته


ناټو او د افغانستان نورو نړیوالو متحدینو له افغانانو سره په راتلونکو څلورو کلونو کې د خپل ملاتړ او مرستې په دوام ټینګار وکړ.

د نورو ټولو چارواکو تر څنګ د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي چې د افغانستان امنیت او پرمختګ یو ډول ارزښت لري او د بروکسل کنفرانس له افغانستانه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ د دوام لپاره ډېر مهم و.

نوموړي له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د نړیوالو د مرستې تر څنګ ناټو د افغانستان د جګړې او لانجې د سیاسي حل ملاتړ کړی او دوام به ورکوي.

ینس سټولټینبرګ: ناټو د افغانستان د جګړې او لانجې د سیاسي حل ملاتړ کړی.
ینس سټولټینبرګ: ناټو د افغانستان د جګړې او لانجې د سیاسي حل ملاتړ کړی.

ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړه:

"موږ د خبرو لپاره د هرې سیاسي حل‎لارې ملاتړ کوو او په اوږدمهال کې باید د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره د خبرو له لارې سیاسي حل تر لاسه شي، خو فکر کوم د دې مسئلې د درک لپاره د یوې پیاوړې اردو او د سوله‌ییزې حل لارې لپاره د سیاسي حل تر منځ هېڅ خنډ موجود نه‌وي. په مقابل لوري کې طالبان او نورې ټولې مخالفې ډلې چې فکر کوي په جګړې سره بریالي کېدای شي هغوی په رښتیا هم نه‌غواړي چې یوه سیاسي حل لاره ولټوي."

د ناټو عمومي منشي له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې زیاته کړه چې د افغانستان پیاوړې اردو او د ناټو کلک ملاتړ به د افغانستان د کړکېچ د حل اساس کېږدي.

ینس سټولټنبرګ همداراز ټینګار وکړ چې په جولای میاشت کې د وارسا غونډې له مخې به ۱۳ زره نړیوال پوځیان په افغانستان کې حضور ولري.

د نوموړي په خبره دا پوځیان به په جګړه کې ونډه نه‌اخلي او یوازې به د افغان پوځیانو روزنې، مشورې او تجهیز ته دوام ورکوي.

د چهارشنبې په ورځ تر څلورو نورو کلونو پورې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د ۱۵ اعشاریه دوه میلیارده ډالرو د مرستې له اعلان سره سم د ناټو عمومي منشي ازادي راډیو ته وویل چې افغانان یوازې نه‌پرېږدي او تل ترې ملاتړ کوي.

ینس سټولټنبرګ وايي:

"ناټو به د تاسو ملاتړ ته دوام ورکوي. ناټو تقریباً له پنځلسو کلونو راهیسې په افغانستان کې وه. موږ د افغان پوځیانو روزنې او همکارۍ ته دوام ورکوو او د افغان پوځ تمویل به زموږ له‎خوا جاري وي."

د بروکسل په کنفرانس کې چې د سې شنبې او چهار شنبې په ورځو ترسره شو د ۷۰ هېوادونو او شلو سازمانونو مشرانو د افغانستان د ۱۵ کلنو لاسته راوړنو په خوندیتوب، امنیت او پرمختګ ټینګار وکړ.

امریکا، اروپايي ټولنه او د ناټو غړي هېوادونه هیله څرګندوي چې د بروکسل ناسته به افغان حکومت په دې برلاسی کړي چې عملي اصلاحات راولي او له دې ډاډ ورکړي چې د راتلونکو څلورو کلونو په مخه شوې مرستې به نه‌ضایع کېږي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG