د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۷

حکیمي: ښايي بروکسل کې افغانستان سره کلنۍ مرسته۳،۵ ملیارډه ډالره وي


د افغانستان د مالیې وزارت وايي، تمه ده چې نړویواله ټولنه د بروکسل په کنفرانس کې په کلني ډول ۳،۵ ملیارډه ډالره مرسته له افغانستان سره اعلان کړي.

د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د یکشنبې په ورځ د ولسي جرګې په فوق العاده استماعیه غونډه کې وویل چې افغان حکومت د بروکسل کنفرانس لپاره پوره چمتووالی لري او هیله یې څرګنده کړه چې افغانستان د بروکسل په کنفرانس کې د درې میلیارده ډالرو ژمنې نه زیاته مرسته تر لاسه کړي.

د مالیې وزیر اکلیل حاکیمي
د مالیې وزیر اکلیل حاکیمي

نوموړي زیاته کړه:

"د مرستو کچه اوسمهال په کال کې ۳،۵ ملیارډه امریکايي ډالره تخمین شوې ده، ښايي تر دې اندازې کمه یا زیاته وي، خو تمه کېږي چې زیاته وي."

حکیمي وویل، نړیواله ټولنه هم له افغانستان څخه ځیني غوښتنې لري، چې د فساد په وړاندې مبارزه، انتخاباتي اصلاحات، ځان بسیاینې ته رسېدل، د ښځو حقونه او د کم عمره ماشومانو نه د ناوړه استفادې مخنیوی په کې شامل دي.

د بروکسل کنفرانس د جوړېدو په درشل کې، افغان حکومت تمه لري چې په دغه کنفرانس کې مرسته کوونکي هېوادونه به له افغانستان سره د قوي مالي او سیاسي ملاتړ ژمنه وکړي.

ولسي جرګې د مالیې، بهرنیو چارو او کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیران د بروکسل کنفرانس د تیاریو او په سیمه ییزو او اروپايي هېوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو په تړاو خپلې فوق العاده غونډې ته ور غوښتي و.​

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په دغه غونډه کې د کډوالو د ستونزو د هواري په اړه خبرې وکړې ویې ویل، افغان حکومت غواړي چې له اروپايي هېوادونو نه د افغان کډوالو د راستنېدنې د بهیر په وړاندې شته ستونزې هوارې کړي.

نومړي وویل، که چېرې د کډوالو د ستونزو د هواري برخې ته پام ونشي نو ښايي د مرستو د راکمېدلو لامل شي کومې چې د بروکسل په کنفرانس کې یې ژمنه شوې ده.

د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني
د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني

هغه زیاته کړه:

"د هېوادونو پارلمانونه ګواښ کوي چې موږ د پناه غوښتونکو مالي لګښتونه افغانستان سره له مالي مرستو راکموو او که د پناه غوښتونکو ستونزه هواره نشي ښايي د بروکسل مرستې راکمې شي."

تمه ده چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو په هدف د بروکسل کنفرانس په روانه اوونۍ کې په بلجیم کې د نړۍ د ۷۰ هېوادونو او دېرشو نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون جوړ شي.

افغان حکومت به په دغه کنفرانس کې د خپلو لاسته راوړنو او ستونزو په اړه د کنفرانس ګډونوالو ته معلومات ورکړي.

نړیوالې ټولنې تر دې مخکې هم د وارسا په غونډه کې د افغانستان له امنیتي سکټور سره د ۱۶ میلیارډ ډالرو امریکايي مرستې اعلان کړی و.

په ولسي جرګه کې د خلکو استازې نسیمه نیازۍ وايي، هغه ژمنې چې د بروکسل په کنفرانس کې له افغانستان سره کېږي، باید عملي وي او حکومت یې هم باید د لګښت له بهیر څخه جدي څارنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د مالیې وزیر وايي په تېرو دوو کلونو کې د افغان حکومت کړنې تر وروستۍ ارزونې وروسته په یو بورډ کې بیا کتل شوي چې د نړیوالې ټولنې قناعت یې خپل کړی دی.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG