د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۵

اروپايي ټولنه: افغانستان لاهم د فاسدو هېوادونو کتار کې ځای لري


په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د سفیر مرستیال وايي، له فساد سره د مبارزې برخه کې د افغان حکومت له اقداماتو سره-سره دغه لړۍ لا هم پڅه روانه ده.

جورج کنېنګهم د پنجشنبې په ورځ کابل کې د امانتدارۍ اتلانو تر نامه لاندې جوړه شوې غونډه کې وویل، افغانستان اوس هم د فاسدو هېوادونو په کتار کې ځای لري او ټینګار کوي چې د دغې پدیدې پر ضد مبارزه باید ګړندۍ شي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د سفیر مرستیال جورج کنېنګهم
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د سفیر مرستیال جورج کنېنګهم

ښاغلي کنېنګهم وویل:

"افغانستان لا هم د نړۍ د فاسدو هېوادونو په کتار کې ځای لري او اړتیا ده چې ډېر اقدامات ترسره شي، کارونه ډېر پڅ روان دي، موږ اړتیا لرو چې د فساد اړوند د یو شمېر نورو قضیو د څېړلو شاهد واوسو او دا چې تورن کسان محاکمه شي."

ښاغلی کنېنګهم وايي، که څه هم یو شمېر فاسدین د قانون منګولو ته سپارل شوي خو لاهم د ده په خبره ځیني کسان شته چې باید محاکمه شي او د فساد دوسیې یې وڅېړل شي.

اروپايي ټولنه داسې مهال په افغانستان کې د فساد پر ضد پر جدي مبارزې ټینګار کوي چې د شفافیت نړیوال سازمان په خپل یوه تازه راپور کې لیکلي چې افغانستان د نړۍ د ۱۷۶ فاسدو هېوادونو په لېست کې ۱۶۹ ځای خپل کړی.

د دغه سازمان د تېر میلادی کال په راپور کې افغانستان تر سومالیا او شمالي کوریا وروسته درېیم فاسد هېواد و، خو دا ځل وتوانېد له دغه کتاره راووځي او اتم ځای ته راشي.

د افغانستان حکومت له فساد سره د مبارزې لپاره شاوخوا یو کال وړاندې د اداري فساد پر ضد عدلي او قضایي مرکز جوړ کړ او دې مرکز په تېرو څو میاشتو کې د فساد په تور څو علني غونډې کړي او یو شمېر مهم کسان‌یې محاکمه کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د شفافیت بنسټ اجرائیه رئیس اکرام افضلي چې دغې غوندې ته‌یې خبرې کولې وویل، د فساد سره مبارزه باید نوره سیاسي نه‌وي او خلکو ته په‎کې ونډه ورکړل شي.

د افغانستان د شفافیت د بنسټ اجرائیه رئیس اکرام افضلي
د افغانستان د شفافیت د بنسټ اجرائیه رئیس اکرام افضلي

ښاغلي افضلي وویل:

"له بده مرغه څرنګه چې لازمه ده افغان حکومت نه‌دی توانېدلی چې له فساد سره د مبارزې برخه کې اقدامات وکړي. خلک باید له فساد سره مبارزه کې شریک کړای شي او داسې بنسټونه جوړ شي چې خلک په‎کې ونډه ولري څو له فساد سره مبارزه غیر سیاسي شي. "

ښاغلی افضلي وايي، تېرو دوو کلونو کې د افغان حکومت له لوري د فساد د مخنیوي برخه کې شوي کارونه کافي نه‎دي.

هاخوا د افغانستان اقتصاد وزیر عبدالستار مراد هم تائیدوي چې د فساد سره د مبارزې برخه کې د ملي یووالي حکومت اقدامات کافي نه‎دي خو وايي چې افغان حکومت له فساد سره جدي مبارزې ته ژمن دی.

مراد: فساد سره د مبارزې برخه کې د ملي یووالي حکومت اقدامات کافي نه‎دي.
مراد: فساد سره د مبارزې برخه کې د ملي یووالي حکومت اقدامات کافي نه‎دي.

ښاغلي مراد زیاته کړه:

"د حکومت رهبري د فساد پر ضد مبارزې ته جدې اراده لري خو دا چې په تېرو دوو کلونو کې موږ څه لاسته راوړنې لرو، زه هم ترې رضایت نه‌لرم."

د امانتدارۍ اتلان د افغانستان د ۹ ولایتونو هغه ځوانان دي چې د افغانستان د رونټیا څار بنسټ له لوري د یو کلنۍ روزنې نه وروسته په خپلو ولایتونو کې د څارونکو په توګه فعالیت لري او هلته د فساد د مخنیوي لپاره د ښوونځیو، د محاکمو د کړنو او د ودانیزو پروژو څارنه کوي.

د افغانستان د شفافیت څار اداره وايي چې د امانتدارۍ اتلانو په نوم دغه لړۍ دوام لري او په راتلونکي کې به سلګونه نورو کسانو ته روزنه ورکړل شي.

راپور: عبادالله حنان‌زی

XS
SM
MD
LG