د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

خط نو سازمان: انتخاباتي کمېشنران خپلو چارو کې پاتې راغلي


د خط نو سازمان وايي، د انتخاباتي کمېسیونونو کمېشنران په خپلو چارو کې پاتې راغلي او نه‌دي توانېدلي چې د ولس اعتماد خپل کړي.

یاد سازمان وايي، سره له دې چې د انتخاباتي کمېسیونونو د نویو کمېشنرانو له کاره دوه میاشتې تېرېږي، خو دوی لا نه‌دي توانېدلي چې د انتخاباتو په تړاو کوم بنسټیز کار ترسره کړي چې له امله‌یې خلک اندېښمن دي.

د دغه سازمان مسؤل فهیم صدیقي د دوشنبې په ورځ په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل، لکه څنګه چې خلکو او د څار بنسټونو له نویو کمېشنرانو تمه لرله چې دوی به د خپل کار په لومړیو ورځو کې يو لړ بنسټيز کارونه ترسره کړي، خو داسې معلومېږي چې دوی په دې برخه کې هېڅ لاسته راوړنه نه‌لري.

د ښاغلي صدیقي په خبره خلک او د انتخاباتو د څار بنسټونه د نویو کمېشنرانو د کار په اړه اندېښمن دي.

د خط نو سازمان مسؤل فهیم صدیقي
د خط نو سازمان مسؤل فهیم صدیقي

نوموړي زیاته کړه:

"افغان ولس يو ځل بیا د نویو کمېشنرانو د کار په اړه اندېښنه لري، د انتخاباتو څخه د څار بنسټونو له نویو کمېشنرانو ډېره هیله لرله چې دوی به د خپل کار په لومړیو ورځو کې يو لړ بنیادي کارونه چې د انتخاباتو شفافیت تضمینوي ترسره کړي."

ښاغلی صدیقي وايي، که هغه ۲۱ میلیونه کارتونه چې پخوا د رأيې ورکونې لپاره پر خلکو وېشل شوي باطل نه‌شي او پر ځای يې په شرايطو برابرو کسانو ته برېښنايي تذکزې ورنه‌کړل شي او له مخې یې نوي کارتونه ونه‌وېشل شي نو راتلونکي انتخابات به هم له انزوا سره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواکو کمېسونونو نویو کمېشنرانو شااوخوا دوه میاشتې وړاندې د لوړې مراسم ترسره او په کار یې پیل وکړ.

دا لومړی ځل نه‌دی چې پر دغو کمېسیونونو دا ډول انتقادونه کېږي بلکې له دې وړاندې هم د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونو د دوی پر کار انتقادونه کړي او له دوی څخه‌یې غوښتي چې خپل کارونه پر وخت ترسره او د راتلونکو انتخاباتو نېټه ژر تر ژره اعلان کړي.

کلیمزی: نوي کمېشنران دې د ولسي جرګې انتخاباتو نېټه مشخصه کړي

د انتخاباتو څخه د څار ځینو بنسټونو د معلوماتو له مخې دغه کمېسیونونه باید په دغې موده کې د رأیو ورکوونکو نوملړ، د رأيې ورکونې مرکزونه او د دارالانشا تر څنګ يو لړ نور بنیادي کارونه هم کړي وی.

خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د خپل کار د پېل سره سم‌يې خپل کاري لومړیتوبونه مشخص او د چارو د ښه ترسره کېدو په هدف درې ګونې کمېټې چې په‌کې حقوقي، عملیاتي او اداري کمېټې شاملې دي جوړې کړي چې هر يو يې خپل کارونه په ښه توګه پر مخ وړي.

د انتخاباتو کمېسیون رئیس نجیب‌الله احمدزي د دوشنې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دوی کارونه ښه پر مخ روان دي او دوی د کارونو د ښه‌والي لپاره‌ يو لړ طرزالعملونه هم جوړ کړي دي.

احمدزی: زموږ کارونه تراوسه په ښه توګه روان دي.
احمدزی: زموږ کارونه تراوسه په ښه توګه روان دي.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ کارونه تر اوسه په ښه توګه روان دي، موږ مختلف طرزالعملونه جوړ کړي دي، د عملیاتي کمېټې کارونه ډېر مهم دي، دا کمېټه د ټاکنیزو اصلاحاتو او د ټاکنو ترسره کولو لپاره هر اړخیزې څېړنې کوي او عملیاتي او تطبیقي طرحې يې چمتو کړې دي."

د انتخاباتو څخه د څار بنسټونو په وینا، د رښتینو اصلاحاتو او ستونزو د ارزونې په هدف باید د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د مدني ټولنو، سیاسي ګوندونو او د انتخاباتو متخصصینو سره مشورې وکړي او د خپلو ارزونو پایلي هم له ولس سره شریکې کړي.

راپور: واصل واصل

XS
SM
MD
LG