د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۰

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو په اړه نوی زیری


په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات هغه څه دي چې افغان حکومت او د انتخاباتو پخواني خپلواک کمېسیون یوازې نېټې ورته مشخصې کړي خو په جوړولو کې یې په وار-وار پاتې راغلي دي.

اوس د افغانستان د انتخاباتو نوی خپلواک کمېسیون چې د اصلاحاتو په ترڅ کې یې په کار پیل کړی، یو وار بیا په نېږدې راتلونکي کې د یادو انتخاباتو د جوړولو خبره کوي.

د دغه کمېسیون ویاند ګلاجان عبدالبدیع صیاد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دوی خپل لومړیتوبونه مشخص کړي او ډېر ژر به د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو جوړېدو برخه کې هېوادوالو ته زیری ولري.

ښاغلي صیاد زیاته کړه:

"ان‌شاءالله ډېر ژر به موږ هېوادوالو ته زیری ولرو، انتخابات به ډېر ژر راتلونکي کې ترسره شي، زموږ په لومړیتوبونو کې د حوزو بیا ارزونه او د کاندیدانو د لېستونو برابرول دي، همدارنګه د دارالانشا د کمېسیون لپاره به هغه بست اعلانوو او د وړو کسانو لېست به برابروو."

ښاغلی صیاد وايي، دوی هڅه کوي څو هېواد کې د شفافو انتخاباتو لپاره يو ځانګړی مېکانیزم جوړ کړي او له دې لارې د انتخاباتو برخه کې د خلکو له لاسه ورکړی اعتماد بېرته خپل کړي.

ټاکل شوې وه چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د ۱۳۹۴کال په پسرلي کې شوي وی، خو انتخاباتي سیسټم کې د اصلاحاتو د نه‌عملي کېدو په خاطر لا هم دغه انتخابات نه‌دي شوي.

د انتخاباتي کمېسیونونو لپاره له نویو کمېشنرانو څخه چې د غوراوي کمېټې له‎خوا تر یو لړ مراحلو وروسته د یو لېست په ترڅ کې ولسمشر ته پېژندلي وو، ولسمشر ۷ تنه د انتخاباتو او پنځه تنه د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون لپاره انتخاب کړل.

نویو کمېشنرانو تېره اوونۍ د ولسمشر پر وړاندې د لوړې مراسم ترسره کړل.

په ورته وخت کې د افغانستان ملي شورا هم په دې ټینګار کوي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې دې ژر تر ژره ترسره شي.

خو د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ یا ټیفا رئیس محمد نعیم ایوب‎زاده د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، ستونزمنه به وي چې په لنډه کې موده کې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات تر سره شي.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ یا ټیفا رئیس محمد نعیم ایوب‎زاده
د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ یا ټیفا رئیس محمد نعیم ایوب‎زاده

ښاغلي ایوب‎زاده زیاته کړه:

"په دقیق ډول نېږدې راتلونکي کې به ستونزمنه وي چې د انتخاباتو لپاره دې نېټه مشخصه شي، د يوه تخنیکي نهاد په توګه، زموږه غوښتنه دا ده چې لومړی دې یو امنیتي ارزونه ترسره شي، په دغه بنسټ کې دننه دې په اساسي کارونو تمرکز وشي، څو دوی ډاډه شي چې کومه نېټه دوی ټاکي هغه يوه واقعي نېټه ده."

ښاغلي ایوب‎زاده وايي، که د انتخاباتو خپلواک کمېسیون غړي د مهال‎وېش سره سم خپل کارونه پر مخ یوسي نو کولای شي چې د انتخاباتو لپاره شاوخوا درې میاشتې وروسته یوه نېټه مشخصه کړي.

خو دی ټینګار کوي چې په دې برخه کې د نړیوالو بنسټونو او ادارو مرستې ډېرې مهمې دي چې باید ترسره شي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG