د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

صیاد: د ۳ ګونو کمېټو تر ارزونو وروسته به د انتخاباتو نېټه اعلان شي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، دوی به د درې ګونو کمېټو تر ارزونو وروسته د انتخاباتو د مهال وېش په اړه پرېکړه وکړي او تر راتلونکو دوو میاشتو پورې به د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو مهالویش اعلان شي.

یاد کمېسیون وايي چې د اصلاحاتو په موخه يې خپلو درې ګونو کمېټو ته شااوخوا دوې میاشتې وخت ورکړی چې خپلې ارزونې بشپړې کړي چې دوی به یې له مخې بیا د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو نېټه هم اعلان کړي.

د دغه کمېسیون ویاند او منشي ګلا جان عبدالبدیع صیاد د يکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د انتخاباتو د مالي، حقوقي او عملیاتي کمېټو د ارزونې په رڼا کې به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انختاباتو مهال وېش او نېټه معلومه شي.

د ښاغلي صیاد په خبره يو شمېر پخوانۍ لایحې او طرزالعلمونه اصلاح او بیا کتنې ته اړتیا لري.

صیاد: يو شمېر پخوانۍ لایحې او طرزالعلمونه اصلاح ته اړتیا لري.
صیاد: يو شمېر پخوانۍ لایحې او طرزالعلمونه اصلاح ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږه درې واړو کمېټو پخپل کار باندې پېل کړی دی، د حقوقي کمېټې کار دا ده چې ټولې لایحې او طرزالعملونه له سره و ارزوي، همداشان عملیاتي او مالي کمېټو ته هم دندې سپارل شوي چې خپلې چارې ترسره کړي او کله چې دغو درې واړو کمېټو خپلې چارې بشپړې کړې نو له هغه وروسته به د مهال وېش په اړه پرېکړه وکړو."

ښاغلي صیاد همداراز وویل، دوی د دارالانشا بست هم اعلان کړی چې په شرایطو برابر کسان به دوی ته خپل اسناد وسپاري او بیا به یې د انتخاب په هدف له ډلې درې کسان ولسمشر ته معرفي شي.

ټاکل شوې وه چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د ۱۳۹۴کال په پسرلي کې شوي وای، خو انتخاباتي سیسټم کې د اصلاحاتو د نه‌ عملي کېدو په خاطر لا هم دغه انتخابات نه ‌دي شوي.

د انتخاباتي کمېسیونونو لپاره له نویو کمېشنرانو څخه چې د غوراوي کمېټې له‎خوا تر یو لړ مراحلو وروسته د یو لیست په ترڅ کې ولسمشر ته پېژندلي وو، ولسمشر ۷ تنه د انتخاباتو او پنځه تنه د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون لپاره انتخاب کړل.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون نویو کمېشنرانو شااوخوا درې اوونۍ وړاندې د ولسمشر په وړاندې د لوړې مراسم تر سره او په کار یې پیل وکړ.

نویو کمېشنرانو څه موده وړاندې د لوې مراسم پر ځای کړل.
نویو کمېشنرانو څه موده وړاندې د لوې مراسم پر ځای کړل.

​په ورته وخت کې د افغانستان په انتخاباتو پورې د تړلو مدني بنسټونو یا اکسین مشر جانداد سپين غر بیا د اصلاحاتو په ترڅ کې د رامنځته شویو کمېسینونو د ظرفیتونو په اړه اندېښنه لري او وايي چې تر ډېره به د دغو کمېسینونو کارونه سمبولیک وي.

سپین غر: تر ډېره به د دغو کمېسینونو کارونه سمبولیک وي.
سپین غر: تر ډېره به د دغو کمېسینونو کارونه سمبولیک وي.

نوموړي زیاته کړه:

"که چېرې هدف د ځينو سمبولیکو اقداماتو کول وي نو که اداره متخصصه وي او که نه وي کولای شي، که موږ غواړو په واقعي توګه د اصلاحاتو په موخه داسې قدمونه پورته کړو چې هم د پروسې د اصلاح سبب شي او د خلکو اعتماد ترلاسه کړو نو دا خو ظرفیت ته اړتیا لري، خو له بده مرغه دغه کمېسینونه داسې رامنځته شول چې موږ چې لازم ظرفیت په کې نشته."

ښاغلی سپین غر وايي، د رښتینو اصلاحاتو او ستونزو د ارزونې په هدف باید د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د مدني ټولنو، سیاسي ګوندونو او د انتخاباتو متخصصینو سره مشورې وکړي.

د نوموړي په وینا دغه ارزونې باید پټې نه وي ترڅو د خلکو باور ته زیان و نه رسېږي.

راپور: واصل واصل

XS
SM
MD
LG