د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

سرنوشت: ایا انتخاباتي اصلاحات تکمیل شول؟


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل ډېر مطالب او تبصرې دانتخاباتي اصلاحاتو او په نویو دندو د انتخاباتي کمېسیونونو د پخوانیو کمېشنرانو د ګمارلو په اړه لیکلي دي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې پوښتنه کړې چې ایا انتخاباتي اصلاحات تکمیل شول؟

د سرمقالې لیکوال ویلي چې د ملي وحدت حکومت مشرانو د انتخاباتي کمېسیونونو پخواني کمېشنران لېرې او پرځای یې نوي غړي وټاکل او دې کارته یې د انتخاباتي اصلاحاتو نوم ورکړ.

د سرمقاله لیکونکي په خبره د افغانستان انتخاباتي نظام پراخو اصلاحاتو ته اړتیا لري او د دې کار لپاره په انتخاباتي قوانینو کې له بدلون څخه نیولې د رایې تر کارتونو، برښنایي تذکرو، تخنیکي اسانتیاوو او نه مداخلې پورې باید په پام کې ونیول شي.

د سرمقالې لیکوال ویلي چې په افغانستان د انتخاباتو پر وړاندې اصلي ستونزه داده چی په دې بهیر کې تل بهرنیان مداخله کوي او باید د انتخاباتي اصلاحاتو په چوکاټ کې د دوی د مداخلو مخه هرو مرو ونیول شي.

مدنیت:

مدنیت ورځپاڼې هم خپله سرمقاله د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه لیکلي او ویلي یې دي چې سیاسي مداخله د انتخاباتي اصلاحاتو پیل.

د سرمقالې لیکوال ویلي که څه هم ولسمشر غني په خپله د انتخاباتي کمېسیونو له کاندیدو غړو سره مرکې وکړې خو لاهم د دوی ټاکنه د مسلکي پوهې له مخې نه بلکې سیاسي ده.

دې ورځپاڼې په یوه بل مطلب کې هم د فیفا یا د عادلانه انتخاباتو د موسسې په حواله لیکلي چې د انتخاباتي کمېسیونونو د کمېشنرانو په ټاکنه کې تجربه او مسلکي پوهه په پام کې نه ده نیول شوې بلکې سیاسي مسایلو ته پام شوی.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د انتخاباتي کمېسیونونو له پخوانيو غړو سره لیدلي دي.

په مطلب کې راغلي،ښاغلي غني هغوی ته ډاډ ورکړی چی د امنیت په ټینګښت کې به یی هرو مرو اقدام کېږي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې د انتخاباتي کمېسیونو پخوانیو غړیو ته د نویو دندو د ورسپارلو مسئلې ته په اشارې ویلي چی حکومت دې ځان نه رسوا کوي.

د سرمقالې لیکوال ویلي چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پخوانیو کمېشنرانو د جمهوري ریاست تیر انتخابات سم مدیرت نه کړل او د خلکو پر رایو یې لوبې وکړې.

د سرمقالې د لیکوال په خبره همدې موضوع ته په پام باید دوی ته په حکومت کې دندې ونه سپارل شي.

نسیم شفق

XS
SM
MD
LG