د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۰

ټیفا: هغه کسان چې باید مجازات شوي وای د حکومت لخوا مکافات شول


د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ یا ټیفا وايي، د ملي یوووالي حکومت د ۲۰۱۴ کال انتخاباتو مدیرانو ته چې درغلي یې سازمندهي کوله باج ورکړ.

یاد بنسټ وايي، د انتخاباتي کمېسیونونو پخواني کمېشنران باید د مکافاتو پر ځای په انتخاباتو کې د درغلیو په تور عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي وای.

راپورونه وايي چې جمهور رئیس د انتخاباتي کمېسیونونو پخواني کمېشنران د خپلو سالاکارانو په توګه ټاکلي دي.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ یا ټیفا د جمهوري ریاست د دې کار په غبرګونو کې وايي، هغه کسان چې باید مجازات شوي وای د حکومت لخوا مکافات شول.

د دې بنسټ مشر محمد نعیم ایوب زاده د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل حکومت د انتخاباتي کمېسیونونو پخوانیو کمېشنرانو ته په باج ورکولو سره وښودله چې دا خلک په حقه دي.

ایوب زاده: دا باج پر راتلونکو انتخاباتو منفي اغېزې لرلی شي.
ایوب زاده: دا باج پر راتلونکو انتخاباتو منفي اغېزې لرلی شي.

نوموړي زیاته کړه:

"بدبختانه جمهور رئیس چې د پخوانیو کمېشنرانو په وړاندې کومه پرېکړه کړې او هغه یې خپل سالاکاران ټاکلي د هغوی حقانیت ثابتوي، په دې معنا چې ټولې ستونزې همدې دوو کاندیدانو غني او عبدالله جوړې کړي وې او همدوی درغلي کړي وه، اوس باید ثابته شوې وای چې په درغلیو کې د کمېشنرانو ونډه څومره وه د دې پر ځای چې ورته باج ورکړل شو، دا باج په راتلونکو انتخاباتو منفي اغېزې درلودلای شي."

راپورونه وايي، له هغې وروسته چې تېره اوونۍ د انتخاباتي کمېسیونونو نوي کمېشنران معلوم شول پخواني کمېشنران د جمهور رئیس د سالاکارنو په توګه ټاکل شوي دي.

اجرائیه ریاست د انتخاباتي کمېسونونو پخواني کمېشنران چې ویل کېږي اوس د جمهور رئیس سالاکاران دي د درغلیو د سازمندهي کونکو په نوم یادوي.

د اجرائیه رئیس د ویاند مرستیال امید میثم وايي، دا د جمهور رئیس صلاحیت دی چې څوک د خپلو سلاکارانو په توګه ګماري او دوی ورسره کوم مخالفت نه لري.

میثم: اجرائیه ریاست په دې اړه مخالفت نه لري.
میثم: اجرائیه ریاست په دې اړه مخالفت نه لري.

نوموړي زیاته کړه:

"د اجرائیه ریاست غوښتنه دا وه چې دا کسان دې له دې وروسته کمېشنران نه وي له دې سره چې په قانوي لحاظ دوی د څو نورو کلونو د کار صلاحیت درلود، خو له دې امله چې دوی درغلۍ سازمندهي کړي وې او غټ مسؤلیت یې په ښه شان سره نه و ادا کړی نو نور کمېشنران نه دي."

د انتخاباتو د قانون بدلول او انتخاباتي کمېسیونونو ته د کمېشنرانو په حیث د نویو څېرو ټاکل د ملي وحدت حکومت له دوه کلونو څخه د ډېرو هڅو نتیجه بلل کېږي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یوه پخواني کمېشنر عزیز بختیاري له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د نويو کمېشنرانو ټاکل غیر قانوني کار او سیاسي عمل دی، خو د پخوانیو بیا مقرري د دوی د برحقه پاتې کېدو په معنا ده.

د زیاتو هڅو سره هم و نه توانېدو چې په دې اړه د جمهور رئیس د کوم ویاند نظر هم ولرو.

خو د جمهور رئیس یو فرمان چې ځينو رسنیو خپور کړی ښيي چې د انتخاباتي کمېسیونونو پخواني کمېشنران د جمهور رئیس د سالاکارانو په توګه ټاکل شوي دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG