د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

نن د امریکا استېناف محکمه د ټرمپ د فرمان په اړه غونډه کوي


ټاکل شوې ده نن د امریکا د استېناف محکمې غونډه وشي چې ايا امریکا ته د اوو مسلمانو هېوادونو د اتباعو او نورو پناه غوښتونکو پر سفر د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لنډ مهال بنديز پلی شي که نه؟

د امریکا په سان فرانسېسکو کې دغې محکمې له عدليې وزارته او د واشنګټن او مينه‌سوټا له وکيلانو غوښتي چې د ځايي وخت پر درېيو بجو پر سفر د بنديز نه‌لګولو په اړه خپل دلايل وړاندې کړي.

په سیاټل کې محکمې د فبرورۍ پر درېيمه نېټه د کډوالو په اړه د ټرمپ اجرائيه فرمان وځنډاوه او په دې کار سره د ايران، عراق او نورو پنځو هېوادونو اتباعو ته چې په فرمان کي يې نومونه شامل وو، امریکا ته د ننوتلو موقع برابره کړه.

د استېناف محکمې هم د ټرمپ د دغه فرمان د بيا پلي کېدو لپاره د عدليې وزارت غوښتنه رد کړه.

د دې پرېکړې په نتيجه کې د ټرمپ د امر پر ضد له ګڼ شمېر ایالاتو څخه مخالفتونه راپارېدلي چې په‌کې پخوانيو ډپلوماتانو، د قانون پلي کوونکو ادارو چارواکو او د نړيوالې ټکنالوژۍ شرکتونو شکایتونه شامل دي.

د استېناف محکمه به د سې شنبې په غونډه کې د دواړو لورو له‌خوا وړاندې شوي دلايل وڅېړي چې ايا امریکا ته د اوو مسلمانو هېوادونو د اتباعو او نورو پناه غوښتونکو پر سفر د ولسمشر ډونالد ټرمپ لنډ مهال بنديز پلی شي که نه؟

د سپينې ماڼۍ وياند شان سپايسر د دوشنبې په ورځ وروسته له هغې چې محکمې د ټرمپ امر وځنډاوه، خبریالانو ته وويل:

"ولسمشر اختيار لري امريکايان او زموږ د هېواد ادارې خوندي وساتي چې دې هېواد ته څوک راتلای شي او څوک نه، موږ مطمئن يو چې موږ به په دې اړه بریالي شو."

د دوشنبې په ورځ، د عدليې وزارت استېناف محکمې د هغه حکم د محدودولو لپاره دلایل وړاندې کړل چې د ټرمپ د امر لاره نيسي.

دغه وزارت وويل چې دا حکم ډېر پراخ دی او باید پر يوه مسئله متمرکز شي چې هغو خلکو ته امريکا ته د ننوتلو موقع ورکړي چې مخکې يې د ننوتلو اجازه تر لاسه کړې وه او اوس په مؤقتي ډول له امریکا دباندې وتلي دي او يا هغه کسان چې غواړي له امریکا ووځي او بېرته دغه هېواد ته ولاړ شي.

ټرمپ ټينګار کوي چې د ترورېزم له خطر څخه د امریکايانو د ژغورلو لپاره د ده د امر پلي کېدو ته اړتيا ده خو مخالفين‌يې وايي چې د مذهب پر اساس د خلکو پر سفر بنديز د امريکا د اساسي قانون پر خلاف کار دی.

د فلوريډا په ټمپا کې د امریکا د مرکزي قوماندې په دفتر کې د دوشنبې په ورځ ولسمشر ټرمپ د خپل امر دفاع وکړه او ویې‌ویل:

"اسلامي سخت دريځي ژمن دي چې زموږ پر هېواد حمله وکړي لکه د سپټمبر په يوولسمه چې يې دا کار وکړ، هغه کسان چې غواړي موږ او زموږ هېواد له‌منځه يوسي، باید دلته د راتګ اجازه ونه‌لري."

د واشنګټن ايالت وکيلانو د امریکا د بهرنیو چارو پخوانيو وزیرانو جان کري او مډلین البرايټ په ګډون د يو شمېر چارواکو څرګندونې راټولې کړې دي چې د ټرمپ د امر په اړه اندېښنې لري.

دوی وايي چې دغه امر د هغو عراقيانو سپکاوی کوي چې د داعش پر ضد د امریکايي سرتېرو تر څنګ جګړه کوي.

د ټکنالوژۍ یو شمېر شرکتونو لکه اپل، ګوګل او مايکروسافټ هم په سان فرانسېسکو کې د استېناف محکمې ته دلايل وړاندې کړي دي چې د ټرمپ له‌خوا د مسلمانانو پر سفر د بنديز امر د امريکا د سوداګرۍ چارو ته د پام وړ زيان رسوي.

XS
SM
MD
LG